BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:40 گرينويچ 2008 ,07 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاکستان: د بېنظير بوټو وژنه دې م.م. وڅېړي
بېنظير بوټواو نواز شريف
د پاکستان پخوانۍ ادارې د بېنظير بوټو د وژنې پړه په دې هېواد کې د اورپکو پر مشر بيت الله مسعود ور واچوله چې تر دې وړاندې هم په يو شمېر ځانمرگو بريدونو تورن بلل شوى و .
د پاکستان نوي حکومت له ملگرو ملتونو څخه رسمآ غوښتي چې ددې هېواد د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظير بوټو د وژل کېدا په اړه پلټنې وکړي .

بېنظير بوټو د تېر کال په ديسمبر مياشتې پر ٢٧ د پينډۍ په ښار کې د يوه وسله وال بريد په پايله کې ووژل شوه .

د نوموړې له وژل کېدا وروسته په پاکستان کې د تاوتريخوالي پېښې مخ پر ډېرېدو شوې .

د پاکستان پخوانۍ ادارې د بېنظير بوټو د وژنې پړه په دې هېواد کې د اورپکو پر مشر بيت الله مسعود ور واچوله چې تر دې وړاندې هم په يو شمېر ځانمرگو بريدونو کې تورن بلل شوى و .

د پاکستان پخوانۍ وژل شوې لومړۍ وزيرې ټينگار کاوۀ چې په دې هېواد کې دې د اسلامي بنسټپالو پروړاندې له دوه برابره ځواک څخه کار واخيستل شي .

د پاکستان حکومت ويلي چې نن (شنبې، د جون اوومه) يې له ملگرو ملتونو غوښتي چې د دې هېواد پخوانۍ وژل شوې لومړۍ وزيرې بېنظير بوټو د وژنې په اړه پلټې پيل کړي .

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند محمد صادق ويلي چې دغه غوښتنليک د تېرې جمعې په ورځ په ملگرو ملتونو کې د پاکستان سفير د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون ته په نيويارک کې سپارلى دى .

خو دا لا جوته نه ده چې ايا بان کي مون به د پاکستان ددې غوښتنې په اړه په خپله پرېکړه وکړي او که به يې ددې سازمان شورا ته وسپاري .

خو د ملگرو ملتونو سازمان دې ته اشاره کړې، چې گواکې د پاکستان دغه غوښتنه به رد کړي، ځکه چې د بېنظير بوټو په وژنه کې له پاکستانه پرته هېڅ کوم بل بهرنى هېواد تورن نه دى .

د پاکستان حکومت د بېنظير بوټو په وژنه کې د لاس لرلو په تور پنځه کسان نيولي دي، چې په دې اړه له دوى څخه پلټنې روانې دي .

د پاکستان د بهرنيو چارو وياند صادق دا هم ويلي چې د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي به ډېر ژر نيويارک ته د ملگرو ملتونو له عمومي منشي بان کي مون او د امنيت د شورا له يو شمېر نورو غړو سره د خبرو اترو لپاره ولاړ شي .

ښاغلى قريشي تېره ورځ جمعه کابل ته تللى و .

ښاغلي صادق ويلي دى ډاډمن دى چې د ملگرو ملتونو د امنيت شورا به د پاکستان غوښتنه ومني .

د يادولو وړ ده چې تېره مياشت ملگرو ملتونو ويلي وه چې ښايي بان کي مون د پاکستان د وژل شوې لومړۍ وزيرې مساله ددغه سازمان د امنيت شورا ته وړاندې کړي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت