|
بلاول بوټو : د مور وژنه مې دې م م وڅيړي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظير بوټو ١٩ کلن زوى او د پيپلز گوند نوى مشر بلاول بوټو زرداري يو وار بيا ټينگار کړى دى چې د دۀ د مور د وژنې د پېښې پلټنه بايد ملگري ملتونه وکړي . بلاول بوټو زرداري چې د انگلستان په اکسفورډ پوهنتون کې په زدکړو بوخت دى د خپلې مور د وژنې له پېښې وروسته په لومړي ځل په لندن کې د خبريالانو پوښتنو ته ځواب وايۀ . دا لومړى ځل و چې دغه ١٩ کلن د پيپلز گوند د مشر په توگه د نړيوالو رسنيو په وړاندې خبرې کولې او ځوابونه يې ورکول . دۀ وويل دى ، د دۀ کورنۍ او د پاکستان پيپلز گوند د بېنظير بوټو د وژنې په برخه کې د پاکستان د حکومت پر پلټنو باور نه لري . ښاغلي بوټو زرداري له رسنيو وغوښتل چې د زده کړو پر وخت دې يې يوازې پريږدي . دۀ د پيپلز گوند د مشرتابۀ د مقام په باب وويل چې دا د دغه گوند د مرکزي کمېټې د گډ نظر څرگندوي کوي . دۀ دا هم وويل چې دغه مقام يې ځکه منلى چې د دۀ په وينا سياست يې په وينه کې اخښلى دى . د بېنظير بوټو د ځاى ناستي د ټاکنې پر وخت د هغې خاوند د بلاول پلار اصف زرداري ويلي و چې اغلې بوټو وصيت ليکلى او بلاول يې د مشر په توگه غوښتى دى . په همدې ترڅ کې رپوټونه وايي چې ولسمشر پرويز مشرف لو کړې چې د بېنظير بوټو وژونکي به مومي او محاکمې ته به يې راکاږي . | ورسره تړلي نور خبرونه د پاکستان پيپلز گوند : ټاکنې مه ځنډوئ31 دسمبر, 2007 | نړۍ پاکستان:بېنظير بوټوالقاعدې وژلې ده29 دسمبر, 2007 | نړۍ دپاکستان ورځپاڼې:بوټو له مرگ سره تندر راپريوته28 دسمبر, 2007 | نړۍ داغلې بوټوتابوت پلرني ښار ته ورسيد28 دسمبر, 2007 | نړۍ کرزي د بوټو پر مرگ خپگان وښود27 دسمبر, 2007 | نړۍ دپاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيره ووژل شوه27 دسمبر, 2007 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||