BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:45 گرينويچ 2008 ,06 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
قريشي:د افغانستان ټيکاود سيمې ټيکاو دى

شاه محمود قريشي
د پاکستان د نوي حکومت تر جوړيدو وروسته کابل ته د پاکسان د بهرنيو چارو وزير محمود قريشي دا لومړى سفر دى چې ترسره کيږي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير محمود قريشي په کابل افغان حکومت ته ډاډ ورکړ چې له هغو کسانو سره به هېڅکله هم جوړ جاړى ونکړي چې د سيمي امنيت ته گواښ پېښوي.

ښاغلى قريشي پر همدغه ډول مسئلو په کابل کې له ولسمشر حامد کرزي او له خپل سيال ډاکټر رنگين دادفر سپنتا سره خبرې وکړې .

ده ژمنه وکړه چې اسلام اباد به د ترهگرۍ پر وړاندې جگړه کې د کابل کلک ملاتړ ته دوام ورکړي.

قريشي دغه راز ژمنه وکړه چې ډېر ژر به د پاک افغان د سولې د گډې جرگې د ٢٥ کسيزې پاکستانۍ جرگه گۍ د غړو نومونه په ډاگه کړي.

د پاکستان د نوي حکومت تر جوړېدو وروسته کابل ته د پاکسان د بهرنيو چارو وزير محمود قريشي دا لومړى سفر دى چې ترسره کيږي.

ښاغلى قريشي د يوې خبرې ناستې په ترڅ کې خپل افغان سيال ډاکټر رنگين دادفر سپنتا ته ډاډ ورکړ چې د ده په وينا له هغو باغي کسانو سره به هېڅکله هم جوړ جاړى ونکړي چې د سيمي او دواړو هېوادونو امنيت او ټيکاوخرابوي.

ده په خپل هېواد کې له طالب وسله والو سره د سولې د شوي تړون په اړه د کابل د اندېښنو په ځواب کې په ډاگه کړه چې پاکستان يوازې له هغو طالبانو سره تړون کړى چې خپلې وسلې يې په مځگه ايښې. د پاکستان قانون يې منلى او د سولې له بهير سره يوځاى شوي دي .

ده ټينگار وکړ چې حکومت به يې له هغو وسله والو سره چې د سيمي امنيت ته گواښ پېښوي د سولې د خبرو پر ځاى کلکه مبارزه وکړي :

'' موږ يوازې له هغو عناصرو سره تړون کووچې سوله غواړي او په خپله سيمه کې د ټيکاو او سوله ييز ژوند غوښتونکي دي.

موږ له تروريستانو او هغو کسانو سره چې د سولې پر وړاندې جنگيږي هېڅ ډول معامله هم نکوي .''

موږ بايد خلک سره نژدې کړي
 موږ بايد سيمې او هېوادونه سره نژدې کړو نه بېل ، د ډيورنډ دواړو غاړو کې د ټولنيزې پراختيا شونتيا شته ، نړيواله ټولنه چمتو ده چې د دغو سيمو په پراختيايي چارو کې را سره مرسته وکړي موږ بايد خلک سره نژدې کړو.
رنگين دادفرسپنتا

ښاغلي قريشي ترهگري او بنسټپالنه د سيمي او دواړو هيوادونو د امنيت لپاره ستره ننگونه وبلله او زياته يې کړه چې دواړه هيوادونه يې بايد د دغې نړيوالې ستونزې په وړاندې گډه مبارزه وکړي.

قريشي له افغانستان څخه د خپل يو نژدي او ورور گاونډي هيواد په توگه يادونه وکړه چې په باور يې په دغه هيواد کې امنيت د سيمي اوپاکستان په گټه دى.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير په خپلو خبرو کې هڅه کوله چې په سوات اووزيرستان کې د طالب وسله والو سره د شوي تړون په اړه د افغان حکومت اندېښنو ته په يو ډول ځواب ووايي.

خو افغان سيال يې د ده د دغو څرگندونو په اړه څه ونه ويل چې په قبايلي سيمو کې د وسله والو طالبانو او د هغه ځاى د حکومت ترمنځ څه موده وړاندې د سولې لاسليک شوي تړون پر افغانستان څه ډول اغېز کړى.

تر دې وړاندې افغان چارواکو ويلي و چې په وزيرستان او سوات کې د سولې شوي تړون وروسته په افغانستان کې د وسله والوباغيانو په بريدونو کې زياتوالى راغلى دى.

محمود قريشي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اغزنو ديوالو او څارگرو کيمرو د لگولو په اړه وويل چې دغه کار به د افغان حکومت او نړيوالې ټولنې سره تر سلا مشورو وروسته کوي.

ده وويل د پاکستان او افغانستان د ازادې پولې له کبله کېداى شي د نويو پرمختللو وسايلو په لگولو سره د بنسټپالو او نورو وسله والو طالبانو د تگ راتگ مخه ونيول شي.

د ښاغلي قريشي د دغو څرگندونو په وړاندې افغان وزير رنگين دادفر سپنتا غبرگون دا و چې دغه کار به افغانستان ته د ترهگرو د راتلو مخه ونشي نيولى.

هغه دغه کار د دواړو هېوادونو د مېشتو قومونو ترمنځ د سولې د بيلتون وښود او وېويل دا کار به افغانستان ته د ترهگرو د تگ راتگ مخه ونشي نيولى:

'' موږ بايد سيمې او هېوادونه سره نژدې کړو نه بېل ، د ډيورنډ دواړو غاړو کې د ټولنيزې پراختيا شونتيا شته ، نړيواله ټولنه چمتو ده چې د دغو سيمو په پراختيايي چارو کې را سره مرسته وکړي موږ بايد خلک سره نژدې کړو.''

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير دغه راز ژمنه وکړه چې ډير ژر به د امن د گډې جرگې ٢٥ کسيزې پاکستانۍ جرگه گۍ د غړو نومونه اعلان کړي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت