BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:26 گرينويچ 2008 ,11 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاکستان: د امريکا بريد يو 'بې زړۀ' بريد و
د پاکستان په مومندو ايجنسۍ کې د امريکا په بمبار کې ټپي
پاکستاني طالبانو ادعا کړې چې د پوليسو يو تن افسر هم وژل شوى دى .
د افغانستان پولې ته څېرمه له وسله اورپکو سره په نښته او بمبار کې١٠ کسان پاکستاني پوځيان او اته اورپکي وژل شوي .

د پاکستان پوځ پر خپله يوه پوځي چاوڼۍ د امريکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو هوايي بريد وغانده او هغه يې يو ' بې زړۀ ' بريد وبالۀ

د امريکا پوځ د امريکايي او پاکستاني پوځيانو ترمنځ د نښتې خبر تاييد کړى دى، خو په اړه يې نور جزييات نه دي ورکړي .

خبري سرچينې وايي چې وسله والو غوښتل چې له پولې دېخوا افغانستان ته راواړي، چې د پاکستاني پوځيانو له خوا د مخنيوي په پايله کې نښته وشوه .

دغه پاکستاني پوځيان د افغانستان پولې ته څېرمه د پاکستان په قبايلي سيمه مهمندو کې د تېرې سې شنبې په ورځ ناوخته وژل شوي دي .

پاکستاني چارواکو ويلي چې د مهمندو په سيمه کې يې شاوخوا ٤٠ پوځيان خپاره کړي دي .

بل خوا په همدې ولايت کې پاکستاني امنيتي چارواکو ويلي چې :' اورپکو د افغانستان پولې ته څېرمه پر پاکستاني پوځيانو بريد وکړ، چې د افغانستان له خوا نه د ځوابي بريد په پايله کې لږ ترلږه زموږ لس کسان پوځيان ووژل شول . '

دغو چارواکو دا نه دي ويلي چې ايا په دې نښته کې د ناټو ځواکونو برخه اخيستې وه او که امريکايي پوځيانو .

يوه حکومتي چارواکي ويلي چې د تېرې سې شنبې د شپې په وروستيو شېبو کې يوې 'شکمنې' بې پيلوټه امريکايۍ الوتکې پر هغه سيمه بمبار کړى چې پاکستاني پوځيان پکې مېشت ول .

اته 'طالبان' وژل شوي

بل خوا په پېښور کې د بي بي سي خبريال عبدالحي کاکړ وايي چې د پاکستان په مومندو اېجنسۍ کې افغان پولې ته څېرمه د افغان ځواکونو په بريد کې اته کسان اورپکي مړه او نهه کسان نور ټپيان شوي دي .

پاکستاني طالبان
د مومندو په اېجنسۍ کې د ناټو ځواکونو بمبار اته کسان پاکستاني طالبان وژلي دي .

د پاکستان پوځ دغه پېښه تاييد کړې ده، خو په اړه يې له نورو جزيياتو ورکولو ډډه کړې ده .

د پاکستاني طالبانو وياند مولوي عمر ويلي چې د سې شنبې په شپه افغان او ناټو ځواکونو غوښتل چې د پاکستان خاورې ته ننوزي، خو له دې لوري پرې تر ٦٠ ډېرو طالبانو بريد وکړ .

مولوي عمر ادعا کړې چې تر بريد وروسته د ناټو ځواکونو هوايي پوځ د طالبانو پر سيمه بمبار وکړ چې پکې د يوه پاکستاني پوليس افسر په گډون اته کسان طالبان ووژل شول او نهه نور ټپيان شول .

د ناټو ځواکونو د بمبار په پايله کې د پوليسو يوه چاوڼۍ هم ويجاړه شوې ده .

مولوي عمر ويلي چې د ناټو ځواکونو ته هم مرگ ژوبله اوښتې ده .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت