BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
اسلام اباد کې چاودنې مرگ ژوبله واړوله
اسلام اباد کې د ډنمارک سفارت ته څېرمه د چاودنې ځاى
د پاکستان تلويزيون د چاودنې عکسونه خپاره کړي، چې پکې په لسگونو ويجاړشوي موټر او په ځمکه کې يوه ژوره کنده ليدل کيږي او له سفارت څخه لوگي پورته کيږي .

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د ډنمارک سفارته ته څېرمه چاودنې لږ ترلږه اته کسان وژلي او لسگونه نور يې ټپيان کړي .

دغه چاودنه نن (دوشنبې) د پاکستان پر وخت غرمه مهال په يوه موټر کې د ځاى پرځاى شوو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده .

د پاکستان تلويزيون د چاودنې عکسونه خپاره کړي، چې پکې په لسگونو ويجاړشوي موټر او په ځمکه کې يوه ژوره کنده ليدل کيږي او له سفارت څخه لوگي پورته کيږي .

په پاکستان کې د پوليسو يوه چارواکي د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ويلي چې په چاودنه کې لږترلږه اته کسان وژل شوي او لسگونه نور ټپيان شوي دي، خو د بهرنيو وگړو د مرگ ژوبلې په اړه يې ناخبري ښوولې ده .

بل خو ا په کوپن هاگن کې دډنمارک د بهرنيو چارو وزير پير ستيج مولر تر چاودنې وروسته حکومتي چارواکي بېړنۍ غونډې ته راغوښتي دي .

چاودنې ته نژدې اوسېدونکي وايي چې د دغې زورورې چاودنې له امله د ودانيو ډېرى ښيښې ماتې شوې دي او سيمه لوگي په سر اخيستې ده .

د يادولو وړ ده چې وروسته له هغه چې د ځينو ډنمارکي ورځپاڼو له خوا نه د اسلام د ستر پيغمبر کاريکاتور يوځل بيا چاپ شو، چې په نړۍ کې ددغه هېواد سفارتونو او سياسي نمايندگيو ته د بريدونو گواښونه وشول .

ددې گواښونو په پايله کې د ډنمارک دولت اعلان وکړ چې په افغانستان او الجزاير کې يې د خپلو سفارتونو کارکوونکي يوه خوندي نامعلوم ځاى ته وړي دي .

د روان کال د فبرورۍ په مياشت کې د يادو شوو کاريکاتورونو بياچاپول په اسلامي نړۍ کې د ډېرى مسلمانانو غصه راوپاروله، او دغه کار يې اسلام ته سپکاوى وبالۀ، چې پروړاندې يې په ځينو اسلامي هېوادونو کې د ډنمارک ضد لاريونونه وشول .

د پاکستان تلويزيون په چاودنه کې د ټپيانو عکسونه خپاره کړي چې په وينو لړل شوي دي .

په پاکستان کې د اورپکو يوه تن وياند مولوي عمر د فرانسې خبري اژانس ته په يوه تليفوني مرکه کې ويلي چې د يادې شوې چاودنې په اړه دوى معلومات نه لري .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت