BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:30 گرينويچ 2008 ,10 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
'د پاکستان اى اس اى له طالبانو سره مرسته کوي'
پاکستانى اورپکى
ناټو او امريکا وايي چې دا ډول معامله د پاکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې د طالبانو او القاعده لپاره د 'خوندي پټنځايونو' د جوړولو لاره اواروي .
په امريکا کې يوې ادارې د پاکستان د استخباراتي ادارې اى اس اى غړي په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره په مرسته تورن کړي .

په دغه راپور کې چې د پنتاگون په مرسته جوړ شوى دى، راغلي چې پاکستاني کارکوونکو په افغانستان وسله والو طالبانو ته ځينې استخباراتي معلومات ورکړي دي .

څه مود وړاندې پاکستان دغه ډول تورونه په کلکه رد کړي وو .

په راپور کې راغلي چې په پاکستان کې اى اس اى، د افغان او بهرنيو ځواکونو د فعاليتونو په اړه طالبانو ته معلومات ورکړي دي ، چې د راپور جوړوونکو پروينا، له دې امله د ناټو او امريکايي ځواکونو ډېر عمليات شنډ کړاى شوي هم دي .

تېره مياشت د پاکستان د دولت او ځايي طالبانو ترمنځ د خبرو اترو په اړوند سخته نيوکه کړې وه، او ويلي وه چې وروسته له دغو پرېکړو د افغانستان او پاکستان پر گډه پوله ناامنۍ او تاوتريخوالى مخ پر ډېرېدو دى .

د افغانستان پولې ته څېرمه پاکستان پر خپله پوله د پوځيانو شمېرې ډېرول لوېديځوال په اندېښنه کې اچولي دي .

ناټو او امريکا وايي چې دا ډول معامله د پاکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې د طالبانو او القاعده لپاره د 'خوندي پټنځايونو' د جوړولو لاره اواروي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت