BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:29 گرينويچ 2008 ,07 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
مشرف وايي استعفا به ور نه کړي
پرويز مشرف
له مشرف څخه په مکرر ډول غوښتل شوي چې له دندې استعفا ورکړي .
د پاکستان ولسمشر پرويز مشر ويلي چې دى نه غواړي له خپلې دندې گوښه کړاى شي او له خپل هېواده وايستل شي .

ښاغلي مشرف دغه څرگندونې خبريالانو ته وروسته له هغه کولې چې له ده نه په وار وار د استعفا ورکولو غوښتنه شوې وه .

نوموړي خبريالانو ته ويلي چې دى غواړي د پاکستان له اوسنۍ نوې ادارې سره خپل ملاتړ اعلان او دې لړۍ ته دوام ورکړي .

وروسته له هغه چې د تېرې فبرورۍ په مياشت کې د مشرف پلويان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې پاتې راغلل، له ده څخه دا وغوښتل شول چې له خپلې دندې استعفا ورکړي .

که څه هم له ده سره د خلکو ملاتړ نشته، خو نوموړى په استعفا نه ورکولو ډېر ټينگار کوي .

نوموړي خبريالانو ته د يوې خبري غونډې په ترڅ ويلي چې : ' اوس زه خپلې استعفا ورکولو ته تيار نه يم ' .

د نوموړي دغه خبرې د پاکستان ټلويزيون هم خپرې کړې دي .

ښاغلي مشرف ويلي دى نه غواړي چې د پاکستان اوسنى حکومت دې د دې هېواد په اساسي قانون کې يو لړ بدلونونه راولي او له ده څخه دې ورکړل شوي واکونه بېرته واخلي .

ده ويلي : ' خپلې هڅې به روانې ساتم، دا امکان نه لري زه دې بې گټې سړى پاتې شم .'

د يادونې وړ ده چې ښاغلى مشر په ١٩٩٩ کال د يوې پوځي کودتا او له نواز شريف نه د واک اخيستلو په پايله کې واک ته ورسېد، خو تېر کال د پوځ د مشرۍ واک ترېنه واخيستل شو .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت