|
پاکستانۍ ډلې دراتلونکي ولسمشر پرسرخبرې کوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په داسې حال کې چې د پاکستان ولسمشر پروېزمشرف له خپلې دندې استعفا اعلان کړه، د دغه هېواد د ايتلاف واکمن گوند د هېواد د سياسي راتلونکي پر ارزونه بوخت دي، او د دې په سلا کېدو بوخت دي، چې د هېواد لپاره نوى ولسمشر وټاکي . د پاکستان د پخواني لومړي وزير نوازشريف، د پاکستان د وژل شوې لومړۍ وزيرې بېنظيربوټوگوندونو تېره ورځ خپلې خبرې پيل کړې دي . ښاغلى مشرف تېره ورځ دوشنبه له نهه کلنې واکمنۍ وروسته خپله استعفا اعلان کړه . د پاکستان د اساسي قانون پربنسټ، د نوي ولسمشر تر ټاکلو پورې به د دغه هېواد د مشرانو جرگې مشر محمد سومرو، چې د ښاغلي مشرف له پلويانو څخه دى، د ولسمشر په توگه پاتې وي . تر اوسه دا لا نه ده روښانه، چې ښاغلى مشرف به له نهه کلنۍ واکمنۍ او استعفا وروسته محاکمه کړاى شي او که نه ؟ بې باوري ټاکل شوې، چې د مسلم ليگ گوند مشر نوازشريف او د پاکستان د پيپلز پارټۍ مشر اصف علي زرداري به د دويم ځل لپاره د سې شنبې په ورځ ناسته ولري . دغو کسانو ته نژدې خبري سرچينې وايي دغو دواړو مشرانو د دوشنبې ورځې په غونډه کې د راتلونکي ولسمشر د ټاکلو او د پروېز مشرف له خوا د گوښه شويو قاضيانو د بېرته په دنده گومارلو په اړه خبرې اترې وکړې . د بي بي سي د خبريال چالرز هاويلنډ په وينا د پاکستان ايتلافي گوندونه په اوسنيو شرايطو کې يو پربل بې باوره دي او د دوى ترمنځ اختلافونه وجود لري . د ښاغلي زرداري گوند د ښاغلي مشرف د نه محاکمه کېدو غوښتنه کوي، خو د نواز شريف ډله بيا ښاغلى مشرف د دغه هېواد له اساسي قانون نه د سرغړونې په تور تورنوي . همدارنگه دغه دواړه گوندونه د ليرې شويو قاضيانو د بېرته په دندو گومارلو او له افغانستان سره پر گډه پوله له اسلامي تندروانو سره د برخورد په اړه ورته نظرونه نه لري . | ورسره تړلي نور خبرونه پروېز مشرف استعفا ورکړه18 اگست, 2008 | خبرونه مشرف استعفا ورکړه: غبرگونونه18 اگست, 2008 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||