BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:04 گرينويچ 2008 ,25 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د سوات په بريد کې د يوه کور اته غړي وژل شوي
پاکستان
له تېرو درېيو ورځو راهيسته په سوات کې شاوخوا ٧٠ وسله وال اورپکي وژل شوي دي .
دغه بريد د اگست پر ٢٥ د سهار شاوخوا اته بجې د سوات د 'کبل' سيمې په شاه ډېرۍ کلي کې د ايالتي پارلمان د غړي وقار احمد د ورور اقبال احمد پر کور شوى و .

په بريد کې د ښاغلي اقبال احمد د يوه ورور، دوو ورېرونو په گډون د هغه څو ساتونکي هم وژل شوي دي.

د بريد پړه تر اوسه چا نه ده منلې .

د سوات په دره کې د رواني اوونۍ په ترڅ کې لږ ترلږه ٣٠ وسله وال د پا کستاني ځواکونو په روانو عملياتو کې وژل شوي دي .

د پاکستان ځواکونو له تېر يوه کال راهېسته په سوات کې د اورپکو پروړاندې خپل عمليات پيل کړي دي .

له تېرو درېيو ورځو راهيسته په سوات کې شاوخوا ٧٠ وسله وال اورپکي وژل شوي دي .

درې ورځې وړاندې په سوات کې د پوليسو پر يوه مرکز په ځانمرگي بريد کې لس پوليس ووژل شول .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت