BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 20:30 گرينويچ 2008 ,05 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
سوات کې ٧٠ ښوونځي تر اوسه سوځول شوي

سوات
د دوشنبې په شپه هم په سوات کې ښوونځي وسوځول شول چې کتابتون او ټولگي پکې ويجاړ شول
د پاکستان په شمال لويديځو سيمو کې طالب اورپکو يو وار بيا د نجونو د ښوونځيو په ويجاړولو لاس پورې کړى دى .

وړمه شپه په سوات کې د نجونو درې ليسې وسوځول شوې . په تيرو پنځو ورځو کې دغلته دولس ښوونځي ويجاړ شوي دي .

د پاکستان د سوات په دره کې د وروستيو وختونو په تاوتريخوالي کې د نجونو ښوونځي اصلي هدفونه گرځيدلي دي .

د دوشنبې په شپه د نجونو يوه ليسه د مټې په سيمه کې وسوځول شوه ، د ښوونځي کتابتون او ټولگي په بشپړ ډول اور وسوځول .

په همدغه سيمه کې تر دې وروسته دوه نور ښوونځي ويجاړ شول . دا ښوونځي د ديني درسونو يعنې مدرسې نه وې .

زده کوونکيو ته د حکومت له خوا ټاکل شوى نصاب ښوول کيدۀ . خو اورپکې ډلې چې په دغه سيمه کې شرعي قانون غواړي ، غوښتنه لري چې دغه ښوونځي وتړل شي .

په دغه سيمه کې تر هغه وروسته په پرتلييزه توگه کراري وه چې د حکومت او اورپکو ترمنځ د سولې تړون وشو .

خو تيره اوونۍ دغه په مات پاڼ ولاړه کراري هغه وخت ختمه شوه چې په دره کې د دواړو غاړو ترمنځ نښتې وشوې .

په ځواب کې اورپکو د حکومت پر ځايونو او پر حکومتي ښوونځيو بريدونه پيل کړل چې مخالفان يې د حکومت مهم سمبولونه گڼي .

په دې وروستيو مياشتو کې د سوات په دره کې نژدې اويا ښوونځي سوځول شوي دي چې تر اويا زرو ډير زده کوونکي يې له ښوونې و روزنې بې برخې کړي دي .

د چا چې په وس پوره وي وار دمخه له سيمې وتلي دي خو داسې ښکاري چې بې وزلي کسان بې له دې چې خپلې لوڼې په کور کښېنوي بله لار نه لري .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت