|
پاکستاني چارواکو د ٣٥ اورپکو د وژلو ادعا کړې | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دغه چارواکى زياتو چې د اسلام اباد په شمال لوېديځ سوات دره کې يې وسله والو ته څو (کمين) نيولى، چې په پايله کې ٣٥ وسله او په نښته کې څلور پوليس وژل شوي دي . بل خوا د سوات په باړي کوټ سيمه کې د پوليسو پوستې ته څېرمه چاودنې د يوې اته کلنې ماشومې په گډون دوه کسان ووژل . همدارنگه پوليسو ويلي په سيمه کې پر يوه کور د هاوان د مرمۍ راپرېوتو په پايله کې يوه پېغله نجلۍ مړه او څلور نور ټپيان شوي دي . چاودنې ١٧ کسان ووژل پاکستاني پوليسو ويلي د دغه هېواد په شمال لوېديځه سوات سيمه يوه ځانمرگي بريد کوونکي لږترلږه١٧ کسان وژلي دي، چې اته يې پوليس دي . پاکستاني پوليس وايي ځانمرگي بريد کوونکي له چاودېدونکيو توکيو خپل ډک موټر په سوات کې د پوليسو پوستې ته څېرمه چوولى دى . په سيمو کې د ځايي پوليسو يوه مشر د نامۀ له ښوول پرته ويلي د چاودنې پرمهال په پوسته کې ټول ٣٠ پوليس ول. ياده دې وي، چې په دې وروستيو کې د سوات په سيمه کې د پاکستان د پوځ او اورپکو ترمنځ نښتې ډېرې شوې دي . اسلام پاله جنگيالي غواړي د پاکستان حکومت دې ته اړباسي، چې په خپلو سيمو کې اسلامي شريعت پلې کړي . د پاکستاني طالبانو د غورځنگ وياند مسلم خان د دغه ځانمرگي بريد پړه پر خپله غاړه اخيستې ده . وياند دا گواښ هم کړى، که چېرې حکومت په هغو سيمو کې خپل عمليات ونه دروي، چې مخکې د سيالنيانو د ساتيري ځاى و، دوى به دې ته ورته نور بريدونه هم ترسره کړي . ښاغلي مسلم خان ويلي : '' حکومت ته مو څو ځله گواښ کړى، که په سوات کې زموږ پروړاندې خپل عمليات ونه دروي، موږ به پر پوليسو او پوځيانو بريدونه وکړو. خو حکومت دوى زموږ گواښ بابېزه بللى او زموږ پرضد عمليات روان دي . '' دغه ځانمرگى بريد پرداسې مهال شوى، چې دوه ورځې وړاندې اسلام اباد ته نژدې د واه په سيمه کې له يوې پوځي فابريکې سره دوو ځانمرگو په لسگونو کسان ووژل او گڼ نور يې تپيان کړل . دغه پوځي فابريکه شاوخوا ٢٠ برخې لري چې د پاکستان د پوځ لپاره توپونه ، شوبلې يا ټانکونه او د الوتوکو ضد توغندي جوړوي . د تېرې دوشنبې په ورځ د پخواني پوځي مشر او ولسمشر پرويز مشر له استعفى وروسته دا په پاکستان کې د تاوتريخوالي درېيمه لويه پېښه ده . څلور ورځې وړاندې په ډيره اسماعيل خان کې يوۀ ځانمرگي روغتون په نخښه کړى و چې شاوخوا ٣٠ کسان يې ووژل . | ورسره تړلي نور خبرونه د پاکستان ځانمرگو گڼ کسان ووژل21 اگست, 2008 | خبرونه د پاکستان لوى درستيز کابل ته تللى19 اگست, 2008 | خبرونه پروېز مشرف استعفا ورکړه18 اگست, 2008 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||