BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:59 گرينويچ 2008 ,21 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د پاکستان ځانمرگو گڼ کسان ووژل
پاکستان پخوانى بريد
دوه ورځې وړاندې په ډيره اسماعيل خان کې هم يوۀ ځانمرگي ځان والوزاوۀ او گڼ کسان يې ووژل
د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نژدې د واه په ښارگوټي کې له يوې پوځي فابريکې سره دوو ځانمرگو ځان والوزاوه او شاوخوا ٤٠ کسان يې ووژل .

ويل کيږي چې په لسگونو نور کسان په دغه پېښه کې ټپيان شوي دي .

بريد کوونکي په يوۀ وخت کې د فابريکې پر دوو جلا دروازو کې ځانونه والوزل .

ځايي پوليس وايي دا خورا لوى بريد و . ځانمرگو هغه وخت ځانونه والوزل چې د فابريکې يوه برخه کارکوونکي رخصتيدل او بلې برخې يې په کار پيل کاوۀ .

تلويزيوني عکسونو ښوول چې په لسگونو پوځي ژغورونکي د بريد په ځاى کې په هڅه بوخت و چې ټپيان وباسي .

د واۀ په ښارگوټي کې دغه پوځي فابريکه د هيواد يوه ډيره حساسه سيمه گڼل کيږي .

دغه پوځي فابريکه شاوخوا ٢٠ برخې لري چې د پاکستان د پوځ لپاره توپونه ، شوبلې يا ټانکونه او د الوتوکو ضد توغندي جوړوي .

په دغه فابريکه کې په لسگونو زره کسان کار کوي . يوۀ کارکوونکي خبري اژانسونو ته ويلي چې د ځانمرگو بريدونو ډير قربانيان کارگران ول .

د دوشنبې په ورځ د پخواني پوځي مشر او ولسمشر پرويز مشر له استعفى وروسته دا په پپاکستان کې د تاوتريخوالي دويمه لويه پېښه ده .

دوه ورځې وړاندې په ډيره اسماعيل خان کې يوۀ ځانمرگي روغتون په نخښه کړى و چې شاوخوا ٣٠ کسان يې ووژل .

ورسره تړلي نور خبرونه
پروېز مشرف استعفا ورکړه
18 اگست, 2008 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت