|
په پاکستان کې د قاضيانو دبياگمارنې ضرب الاجل | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نن دوشنبه (د اگست ٢٥) د پاکستان واکمن ايتلاف له خپل وروستي ضرب الاجل سره مخامخ دى، چې د قاضيانو پر سر راپورته شويو اختلافاتو ته د پاى ټکى کېږدي . دغه قاضيان د پخواني ولسمشر پروېز مشرف لخوا تېرکال گوښه شوي وو. د واکمن ايتلاف د دويم لوى گوند مسلم ليک (نون) مشر نوازشريف له خپل متحد د پا کستان د خلکو له گونده غواړي چې د پخوانيو قاضيان د بياگمارنې يا نه راتلو پر سر خپل تصميم روښانه کړي . دارنگه دغه د مسلم ليگ نواز ډله ولسمشرۍ ته د پيپلز گوند د مشر اصف علي زرداري د نوماندۍ په پلان هم نا خوښه ده . په اسلام اباد کې د بي بي سي خبريال وايي سره له دې چې د ښاغلي شريف او ښاغلي زرداري ترمنځ د لنډ وخت ملگرتيا پيل شوې، خو دوى داوږدې مودې لپاره سيالان پاتې شوي دي . | ورسره تړلي نور خبرونه پاکستان به د سپتمبر په شپږمه ولسمشر ټاکي22 اگست, 2008 | نړۍ پاکستانۍ ډلې دراتلونکي ولسمشر پرسرخبرې کوي19 اگست, 2008 | خبرونه د پاکستان لوى درستيز کابل ته تللى19 اگست, 2008 | خبرونه پروېز مشرف استعفا ورکړه18 اگست, 2008 | خبرونه مشرف استعفا ورکړه: غبرگونونه18 اگست, 2008 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||