|
پاکستان به د سپتمبر په شپږمه ولسمشر ټاکي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان د انتخاباتو کميسيون د سپتمبر شپږمه نېټه د ولسمشرۍ ټاکنو ته ټاکلې ده . د پاکستان د انتخاباتو کميسيون ويلي د سپتمبر په شپږمه نېټه به د مشرانو جرگې ، ولسي جرگې او څلورو ايالتي جرگو غړي د ولسمشرۍ لپاره په انتخاباتو کې برخه اخلي . ډير باور دا دى چې په پارلمان کې د پيپلز گوند د گډ مشر او د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظير بوټو خاوند اصف علي زرداري ښايي نوى ولسمشر وټاکل شي . خو دا لا څرگنده نه ده چې خپله ښاغلى زرداري به دغه څوکۍ ومني که نه . تر اوسه پورې هيڅ يوۀ کانديد رسمآ خپل نوم د ولسمشرۍ ټاکنو ته نه دى اعلان کړى . د پاکستان رسنۍ د گنگوسو په ترڅ کې د گڼو نورو نومونو ترڅنگ د عوامي نشنل گوند مشر اسپنديار ولي خان او د پښتونخوا ملي عوامي گوند د مشر محمود خان اڅکزي نومونه هم يادوي چې ښايي د ولسمشرۍ لپاره د کانديدانو په توگه ونومول شي . پيپلز گوند د پاکستان په پارلمان کې تر ټولو ډيرې څوکۍ لري خو دغه څوکۍ يې دومره هم نه دي چې په يوازې سر ټاکنې وگټي . له پيپلز گوند سره په واکمن ايتلاف کې شريک د پخواني لومړي وزير نواز شريف مسلم ليگ نون گوند په پارلمان کې په دويم نمبر دى . د دغو دواړو گوندونو ترمنځ که څه هم د پخواني ولسمشر پرويز مشرف د ليرې کولو په سر يووالى و خو داسې ښکاري چې د ليرې کړاى شوي قاضي القضات او نورو هغو قاضيانو په سر دواړه غاړې يو نظر نه لري چې پرويز مشرف ليرې کړي ول . نواز شريف گواښ کړى و چې تر نن ( جمعه د تلې لومړۍ د اگست ٢٢ ) پورې که د قاضيانو مساله هواره نه شوه نو د دۀ گوند به له اتيلافه ووځي . دغه وخت تر راتلونکې چارشنبې وغځول شو خو ورپسې دا هم وويل شول چې نواز شريف د قاضيانو پر مسالې خبرې او بحث غواړي . | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||