BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:13 گرينويچ 2008 ,31 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په سوات کې تاوتريخوالي گڼ کسان وژلي
سوات
دا لا معلومه نه ده چې د يوې کورنۍ اووه غړي د چا په توغنديو وژل شوي دي
په سرحد ايالت کې د پاکستاني پوځ او ځايي وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې لا هم روانې دي او نوره مرگ ژوبله يې اړولې ده .

د تيرې شپې ( چارشنبې \پنجشنبې ) په نښتو کې د يوۀ توغندي د لگيدو له امله د يوې کورنۍ اووه غړي ووژل شول .

په دغه پېښه کې پنځه ماشومان او د هغوى مور و پلار يو ځاى ووژل شول .

دوى په سوات کې هغه مهال ووژل شول چې د شپې له خوا يې پر کور توغندى ولگيد .

دا لا معلومه نه ده چې دغه توغندى د پاکستاني پوځ له خوا توغول شوى و که ځايي وسله والو طالبان توغولى و .

د پاکستان پوځ د چارشنبې په ورځ ويلي و چې دوى لږ تر لږه ٢٥ اورپکي وژلي دي او پنځه سرتيري يې له لاسه ورکړي دي .

وسله وال طالبان د پاکستاني پوځ دغه ادعا نه مني او وايي د دوى يوازې پنځه کسان په نښتو کې وژل شوي دي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت