|
د پاکستان پوځ: په سوات کې مو ٢٥وسله وال وژلي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان پوځ يوه وياند ويلي د دغه هېواد پوځيانو په شمال لوېديځه سوات سيمه کې په نښتو کې ٢٥ وسله وال وژلي دي . وياند ويلي چې نښته د ماټه کلي ته څېرمه شوې ده . ماټه چې د وسله والو اورپکو پټنځاى بلل کېږي، تېره ورځ د وسله والو په يوه کمين کې د پاکستان د څارگرې ادارې درې کسان ووژل شول . تر دې وړاندې د پاکستان پر يوه حکومتي ځاى وسله والو بريد کړى و چې ٣٠ پوځيان او پوليس يې تښتولي وو . د پاکستان د پوځ يوه تن وياند رسنيو ته ويلي چې اورپکو ته يې سخته مرگ ژوبله اړولې ده، چې په وينا يې له پوځيانو سره د اورپکو د وژل کېدو ويديويي تصويرونه هم شته دي . دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د پاکستان د جنوبي وزيرستان په واڼه سيمه پر يوه کور د بې پيلوټه الوتکې په توغندوييز بريد کې د القاعده د ډلې د يوه لوړپوړي قومندان په گډون شپږ کسان وژل شوي وو . | ورسره تړلي نور خبرونه د پاکستان د استخباراتو ٣ کارکوونکي وژل شوي29 جولاى, 2008 | نړۍ د جنوبي وزيرستان راکټي بريد شپږ کسان وژلي 28 جولاى, 2008 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||