BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:17 گرينويچ 2008 ,29 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
بونېر: ځانمرګي بريد ٢٣ کسان ووژل
د سوات ځانمرګی بريد
دغه ښوونځی د سيمه ييزو ټاکنو لپاره مرکز ټاکل شوی و.
پاکستاني چارواکو ويلي چې د دغه هېواد د شمال لوېديځ سوات په بونېر سيمه کې د فرعي ټاکنو پرمهال ځانمرګي بريد لږترلږه ٢٣ کسان وژلي دي .

چاودنه د فرعي ټاکنو يوه مرکز ته نژدې، چې په يو ښوونځي کې جوړ شوی و شوې ده، چې په کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

ځينې کسان تر لوټو او خاورتو لاندې دي، چې د ژغورلو هڅې يې روانې دي .
د بريد پړه پاکستاني طالبانو پر غاړه اخيستې ده .

د دغې ډلې يوه تن وياند رسنيو ته ويلي دغه بريد يې د سيمې د اوسېدونکو له خوا د هغه بريد په غچ اخيستلو کې کړی، چې په کې د دغې ډلې شپږ کسان وژل شوي وو .

خو يوه بل سيمه ييز چارواکي ويلي بريدکوونکي د ښوونځي مخې ته له چاودېدونکو توکو خپل ډک ګاډی درولې او له لارويانو يې د مرستې غوښتنه کړې .

دی وايي کله چې خلک د مرستې لپاره پرې راغونډ شوي، خپل ځان او موټر يې چوولی دی .

د سوات دره د اسلام اباد په شمال لوېديځ کې شاوخوا ١٥٠ کيلومتره ليرې پرته ده .

د تېرې مۍ په مياشت کې پاکستاني چارواکو له اوپکو سره په دغه دره کې د اوربند تړون لاسليک کړی و، خو يوه غاړه هم پر خپله ژمنه ونه درېده .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت