|
طالبانو په سوات کې 30 پوځيان وتښتول | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان له سوات درې نه رپوټونه وايي چې وسله والو طالبانو ٣٠ پاکستاني پوځيان تښتولي دي . دا په داسې حال کې ده چې له تېرې شاوخوا يوې اوونۍ راپدېخوا په سوات کې پاکستاني ځواکونو د سرخت دريځو اسلام پالو پرضد سخت عمليات پيل کړي دي . د پاکستان د پوځ يوه تن وياند منلې چې پوځيان يې تېره ور ځ (سه شنبه، د فبروري درېيمه) د ېنګورې په شاموزيو سيمه کې تښتول شوي دي . سرچينه زياتوي چې پاکستاني پوځ سيمې ته زيات شمېر پوځيان استولي وو او د ٢٤ ساعتونو لپاره يې له اورپکو سره سخته جګړه وکړه، چې خپل سرتېري د دوی له بنده ازاد کړي، خو په راخوشي کولو کې يې پاتې راغلل . رپوټونه وايي چې له نښتې وروسته د طالبانو جنګيالي د پوليسو پر يوه مرکز د شپې مهال بريد وکړ او دېرش پوځيان يې يرغمل ونيول . د رپوټونو په وينا، د مېنګورې شمالي، ختيځې او لوېديځې لويې لارې تړل شوې دي . د پاکستان پوځ وايي چې د تېرې شنبې راپدېخوا يې د سانګوټا او منګلاوار په نامه سيمې له وسله والو نيولې دي . بل پلو له تېرې ورځې راهيسې چې په خيبر دره کې وسله والو يو پل والوزواوه، امريکايي ځواکونو په پاکستان کې د خپلو اکمالاتي توکو لپاره د بلې لارې په فکر کې دي چې په افغانستان کې مېشتو امريکايي او ناټو ځواکونو ته اکمالاتي توکي ورسوي . په افغانستان کې مېشتو نړيوالو ځواکونو ته ډېری توکي د پاکستان له خيبر درې رالېږدول کېږي چې په تېر کې څو ځلې د وسله والو له سختو بريدونو سره مخامخ شوي دي . | ورسره تړلي نور خبرونه د خيبر پرلويه لاره يو پل والوزول شو03 فبروري, 2009 | خبرونه په لندن ښار کې د ترهګرۍ ضد لاريون وشو02 فبروري, 2009 | خبرونه په سوات کې طالبان واکمني ټينګوي01 فبروري, 2009 | نړۍ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||