|
د خيبر پرلويه لاره يو پل والوزول شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
شکمنو اسلام پالو وسله والو د خيبر پر لويه لاره يو پل په بمونو الوځولى دی . د دغه کار موخه په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د اکمالاتي کاروانونو مخه ډب کول ښودل شوي دي . په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو لپاره ډېر توکي د پاکستان او هغه هم د خيبر له لارې وړل کېږي . د امريکا د متحده ايالتونو ځواکونه خپلو سر تېرو ته د روسيې او منځنۍ اسيا له لارې د توکو د لېږدولو د يوې متبادلې لارې د موندلو په لټه کې دي، ځکه چې په دې وروستيو کې دخيبر پر لاره د نړيوالو ځواکونو لپاره د وړونکو توکو په کاروانونو بريدونه ډېر شوي دي . بله خوا د پاکستان په شمال لوېديځ سوات دره کې پاکستاني پوځ د ٣٥ شکمنو وسله والو د وژنې خبره کوي . په دغه سيمه کې طالبان پر خلکو واکمني کوي او په خلکو له خپل تعبير سره سم اسلامي اصول پلي کوي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||