BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:16 گرينويچ 2009 ,02 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په لندن ښار کې د ترهګرۍ ضد لاريون وشو

لندن کې د ترهګرۍ ضد لاريون
لاريون کوونکو د پاکستان په سوات دره کې پر نجونو د زده کړې بنديز وغانده.
په لندن کې د لومړي وزيرگورډن براون د کار د فتر ته مخامخ د يورنډ د کرښې دواړوغاړو سلگونو افغانانو د پاکستان په قبايلي سيمه اوځانگړي توگه سوات کې د ترهگرۍ پرضد احتجاج وکړ.

د لاريون گډون والو ويل چې برتانيه کولى شي په پاکستان فشار رواړي چې د طالبانو په مخنيوي کې ډېرڅه وکړي .

دوى د لاريون په پاى کې د لومړي وزير د فتر (ډاوننيگ سټريت) ته ياداښت وسپاره چې په افغانستان او پاکستان کې ترهگري او په قبايلي سيموکې د نجونو پر زده کړه بنديز پکې غندل شوى دی .

همدارنګه دوی له برتانوي حکومته د مرستې غوښتنه کړې ده .

دوو برتانوي ورځپاڼو په پاکستان کې روانوحالاتو ته کتنه کړې ده .

نژدې يوه اوونۍ وړاندې د (هيرالډ تيربيون) برتانوۍ ورځپانه ليکي چې: ((د پاکستان په شمال لوېديځ سوات دره کې چې يومهال د سکي ډگرونه پکې وو او په شنو باغونو ښکلى و اوس ويجاړی اوجگړې دي .

دلته شاوخوايوکال کېږي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي او اوس سيمه پوره د طالبانو په ولکه کې ده
.

د ورځپانې په ليکنه خلک بايد هرماښام اته بجې په سوات کې د طالبانوپه امر د دوى راډيو واوري .

د ځايي راډيو له خواځايي طالب قوماندان شاه دوران خلکوته خبردارى ورکوي چې د ده په وينا له غيراسلامي چارو ډډه وکړي .

((د القاعده هر لوړپوړی به په نښه کوو))

د گارډيان ورځپانه وړاندې ليکي : (( په پاکستان کې د امريکا د توغنديزو بريدونو په اړه د دغه هېواد ولسمشراصف علي زرداري په اسلام اباد کې د متحدو ايالتونو سفيرې ته ويلي دا بريدونه د ترهگري ضد مبارزه کې مرسته نه شي کولى.))

په تېرکال کې د پاکستان په قبايلي سيمو کم ترکمه د توغنديو٣٠ بريدونه شوي دي . د امريکا مرستيال ولسمشر جو بايدن د سي بي اېس له تلويزيون سره په مرکه کې وويل: (( باراک اوباما لا د خپل انتخاباتي کمپاين پرمهال ويلي وو چې د القاعده هر لوړپوړى به په نښه کوي .

افغان ولسمشرحامد کرزي په امريکايي بمباريو کې د ولسي وگړو مرگ ژوبله غندلې او هغه يې د ترهگرو په گټه او د افغان حکومت په زيان بللې ده .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت