BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:09 گرينويچ 2009 ,01 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په سوات کې طالبان واکمني ټينګوي

سوات کې وسله وال طالبان
اوس طالبان هره شپه د راډيويي خپرونوپه مټ خپل کنټرول پر خلکو زياتوي ،او هر څوک غوږ ورته نيسي ،ځکه چې دوى له دې لارې داسې فرمانونه صادروي چې بايد خلک يې عملي کړي.
په افغانستان کې د طالبانو د رژيم د نجونو د تعليم د منع کولو له کبله نوم بدى وو . اوس وسله والو طالبانو د پا کستان په شمال لوېديځو سيمو کې د اسلامي قوانينو څخه د سخت تعبير د خپلې تندې مبارزې د يوې برخې په توگه عملي کوي .

هغوى د سوات په درې خپله واکمني ټينگوي، ښوونځي سوځوي او خپل مخالفين وژني .

بلډوزرونه د خښتې اود ماتو کانکريټي سيمټو ټوټې ها خوا ديخوا کوي . دا دجگړې او يا کومې زلزلې پاتې شوني نه دي، بلکې دا پر يوه ښوونځي د بريد پاتې شوني دي .

په تېرو اتلسو مياشتو کې وسله والو طالبانو په سوات کې نژدې ٢ سوه ښوونځي وران کړي دي چې ډېر يې د نجونو دي .

دوه اوونۍ وړاندې تر ٧ کلنۍ پورته ټولې نجونې ښوونځيوته له تلو منع کړى شوې چې دا په دغه ارامه دره کې ښوونې او روزنې ته يوه بله ضربه بلل کېږي .

په تيرو ٣ کلونو کې ډېر شيان بدل شوي . تقريبآ ټولو نجونو تعليم تر سره کاوه . دوى دندو ته تللې ،دوى هره يوه يا ډاکټره ، ښوونکې اويا روغتيايي کارکوونکې وه ،خو نن د طالبانو په واکمنۍ کې ټول ښوونځي تړلي او نجونې نور له کوره بهر نشي وتلى .

دغې مېرمنې ډېر کلونه په په سوات کې ژوند کړى دى . دې لکه دنورو هغو په څير چې ما ورسره خبرې وکړي د طالبانو له سختې ويرې خپل نوم را ونښود .

پاکستاني پوځيان په سوات کې
پاکستاني پوځيان په سوات کې

د پاکستان په نورو سيمو کې د ښځو د حقونو فعالينو په دې اړه چيغې نارې پيل کړې دي . د سوات طالبانو د نجونو پر ښوونځيو له څه وخت راهيسې بريدونه کول، خو دغه کار د جولاى له مياشتې وروسته ډېر خطرناک شو چې د طالبانو او ولايتي ادارې ترمنځ د سولې تړون مات شو .

د بي بي سي خبريال وايي هغه مهال چې تړون لاسليک شو له سواته يې ليدنه وکړه : د اوس په پرتله هغه مهال هيلې وي او نجونو داسې احساس کاو چې ليک لوست ته به د بيرته تلو لپاره حالات برابروي .

له اسلامي ارزښتونو سره مخالفت

خو ډېر په دې باور دي چې دسولې دغه تړون طالبانو ته د بيا منظمېدو چانس ورکړ . دوى په بېړه پياوړي شول اوپر هغويې بريدونه وکړل چې د دوى له تعبير سره سم به يې د تندلاري اسلامي د ارزښتونو مخالفت کاوه.

اوس طالبان هره شپه د راډيويي خپرونوپه مټ خپل کنټرول پر خلکو زياتوي ،او هر څوک غوږ ورته نيسي ،ځکه چې دوى له دې لارې داسې فرمانونه صادروي چې بايد خلک يې عملي کړي او دارنگه د هغو کسانو نومونه اخلي چې سزا به ورکول شي .

د دغه ډول چارو له کبله کېدى شي د ښوونځيو د نجونو غږونو بند شي خو لږ تر لږ ه يوې د خپل نظر د څرگندولو لپاره يوه لاره موندلې .

دغې نجلۍ يا مېرمنې له يوه نا معلوم وبلاگ څخه د بي بي سي په ويب پاڼې باندې خپل نظرپريښى. چې دلته دبل چا لخوا لخوا لوستل کيږي .

سوات، چارباغ
په سوات کې د طالبانو او حکومت ترمنځ د نښتو پرمهال ډېری کورنۍ خپلو کورونو پرېښودو ته اړايستل شوې.

د شپې پر مهال يو ځل بيا طالبانو ښځو ته له کوره د وتلو په اړه خبردارى ورکړ. دوى په اف ام راډيو وويل چې درې غلو ته سبا سزا ورکول کيږي او که هرڅوک غواړي چې دا وويني نو راتلى شي .

زه حيرانه شوم سره له دې چې موږ دومره ستونزې گاللي ولې لا هم خلک ددغه ډول کارونو ليدلو ته ورځي اوولې پوځ دوى ددغه ډول کړنو مخه نه نيسي .

ډير خلک همدا پوښتنه کوي ځکه چې ډيرپوځيان په دغه دره کې ځاى پرځاى شوې دې په داسې حال کې چې ډير نيوکې کيږي ، حکومت اعلان وکړ چې سر تيري به د زده کونکو ساتنه وکړي .ميرحضرخان بيجراني ددغي سيمې د ښونې وزير دى.

موږبايد د خلکو ساتنه وکړو او موږ خپل مسوليتونه ښه پيژنو او تمه لرو چې که خدى کول موږ به دغه چاره تر سره او حالات به کنټرول کړو.

خو لږ خلک پر دغو ژمنو باور کوي لکه په سوات کې د يو خصوصي ښوونځي پر مخ بيوونکى .هغه د خپل ښونځي له ورانيدو او پر کورنۍ يې له بريد وروسته سوات خوشي کړ . هغه تقريبا د ښونځي د بيا پرانيستو د تصميم په گډون هرڅه له لاسه ورکړل .

په سوات کې د بودا مجسمه
په سوات کې ډېری تاريخي اثار هم شته، خو ځينې يې وسله والو طالبانو وران کړي دي.

ترڅو چې طالبانو خلکو ته د ښونځيو د بيا پرانيستو فرمان نه وي صادرکړي موږ يوازې د سېمه ييز او ملي حکومت لخوا د اعلاميو په خپرولوسره ښونځي نشو پرانيستى . دا اعلاميې تر هغه د عملي کيدووړ نه دي چې يومناسب گام پورته نشي.

په سوات کې د ښونځيو د بيا فعاليدو په پرمهال هغه ويډيوي سندره خپره شوه چې د نجونو د زده کړې د حق د ترلاسه کيدولپاره ورته جشن نيول شوي وو .

په دغه برخه کې منډې ترړې وهونکي هيله کوي چې محافظه کاره کلتور به بدل شي ،خو طالبان لا هم په خپلوپريکړو ټينگ ولاړ دي ، ولې د اوس لپاره په سوات کې دنجونو يو نسل له ښونې پاتې کيږي او دپا کستان په دغه برخه کې طالبان خپله واکمني نوره هم ټينگوي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت