|
د سوات اوربند افغان حکومت اندېښمن کړی دی | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستاني حکومت او په سوات کې د طالبانو ترمنځ د سولې پر شوي تړون افغان حکومت او د سيمې يو شمېر شنونکي اندېښنه لري . د افغان ولسمشر يوه وياندوويل دا ډول تړونونه وسله والو طالبانو ته د بيا سمبالولو موقع ورکوي او په افغانستان کې به حالات د ده په باور لا پسې ترينگلي کړي . خو پاکستان په خپل کور کې د سولي او ټيکاو لپاره دغه تړون کړى دى . د ولسمشر کرزي مرستيال وياند سيامک هروي وايي چې په دغه سيمه کې به د شوي تړون پر بنسټ طالبان د بيا سمبالېدو لپاره سره را غونډ او په باور يې له کبله به يې په افغانستان کې ناامنۍ لا ډېرې شي . خو د پاکستان سيمه ايز چارواکي د افغان حکومت انديښنې بي ځايه بولي . د سرحد صوبي د اطلاعاتو وزير افتخار حسين هيله ښىى چې افغان چارواکي د دوى او ځايي طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته په مثبت نظر وگوري .
ده وويل'' دا زموږ کورنۍ مسله ده او موږ يې حلوي،کرزى صاحب چې په ډاگه واىي چې له ملاعمر سره خبرې کوو،موږ خو چېرې هم د کرزي صاحب په دغو خبرو انتقاد نه دى کړى . موږ خپلې ستونزې حلوي د چا په کورنيو موضوعگانو کې مداخله نه کوو او بل چاته دا اجازه و رکوو چې زموږ په کورنيو چارو کې مداخله وکړي .'' خو د افغان حکومت په دننه کې هم ټول چارواکي په دې اړه يو ډول انديښنې نه لري . سوات ته د افغانستان د نژدې سېمې کونړ والي فضل الله واحدي تمه کوي چې د پاکستاني طالبانو سره د سولې د شوي تړون خير به دوى ته هم ور ورسېږي : '' موږ فکر کوو چې هغوشريعي قانون غواړي او،شريعي قانون چاته د بل په کور او خاورې د حملي او بي ځايه مداخلې اجازه نه ورکوي،موږ هيله لرو چې دغه تړون به پر موږ منفي اغيز و نه کړي ''. تېره اوونۍ د پاکستان د سرحد صوبي حکومت په سوات دره کې د طالب وسله والو سره د شاخوا لس ورځني لنډ مهالي اوربند اعلان وکړ . په تړون کې د طالب وسله والو شرط دا دى چې حکومت به په سيمه کې شريعي نظام عملي کوي، او په بدل کې به يې طالبان پر ښوونځيو،حکومتي ځواکونو او تاسيساتو بريدونه نه کوي .
هلته د روان تاوتريخوالي له امله لسگونه خلک وژل شوي،زرگونه نورو له سېمې تښتېدلي او په همدومره شمېره زده کوونکي د زده کړې له نعمت نه محروم شوي دي . د پاکستان د سرحد صوبي د اطلاعاتو وزير ټينگار کوي چې يادو شوو ستونزو ته د پاى د ټکي ايښودو او د ولس د غوښتنې پر بنسټ يې له طالبانو سره تړون کړى دى. خو د ډيورنډ پولې ته څېرمه د پروت بل ولايت خوست والي ،حميدالله قلندر زى بيا انديښنه لري چې،طالبان به له دغه تړونه ناوړه گټه پورته کړي، او په وينا يې په افغانستان کې به خپلو بريدونو ته زور ورکړي . '' که چېرې دا تړون په سم ډول عملي شي خو هيڅ ستونزه نه لري او که داسې و نه شي نو له شک پرته به طالبان د افغانستان د راتلونکو ټاکنو پورې ځانونه سمبال او زموږ په ضد به خپلو بريدونو ته زور ورکړي''. دا په سوات کې د ځايي طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې د شوي تړون په اړه د افغان او پاکستاني چارواکو خپل نظرونه دي . خو د سولې د دغه تړون په اړه د دواړو هېوادنو دسياسي شننونکو نظرونه هم سره ويشلي دي .
يو افغان پوځي کارپوه عتيق الله امرخيل په دې باور دى چې د دغه تړون پر بنسټ به دواړه پاکستاني او افغان طالبانو ته د بيا ځواکمنيدو موقع په لاس ورشي . ښاغلى امرخيل دليل راوړى چې په تړون کې دا نه دي ويلي شوي چې د سوات طالبان به له افغاني طالبانو سره مرستې،او په افغانستان کې ترهگريز فعاليتونه نه کوي . '' پاکستان له پخوانه هم طالبان سمبال کړي او اوس يې هم کوي دا خو کومه نوې خبره نه ده،بله خبره دا ده چې په تړون کې دوى داسې څه نه دي ويلي چې په افغانستان کې ترهگريز فعاليتونه نه کوي،دا ضمانت نه پاکستان ورکولى شي او نه هم طالبان''. پاکستانى خبريال سليم ساپى هم په دې باور دى چې د سوات تړون د افغانستان په روانو حالاتو مخامخ اغېز شيندي . نوموړى وايي که د سوات تړون په بشپړ ډول عملي شي نو، وېره شته چې طالبان د خپلو ترهگريزو فعاليتونو لپاره قبايلي سيمو ته وکوچېږي، او افغان او بهرنيو ځواکونو ته د ده په خبره سرخوږى جوړ کړي . '' دې څه شک نه شته چې که دلته د طالبانو فعاليتونه کم شي نو دوى به قبايلي سېمو ته ځي، دوى پخوا هم ويلي و چې د دوى په وينا د صليبيانو په وړاندې به خپلو جگړو ته دوام ورکوي،چې اشاره يې په افغانستان کې بهرنيو ځواکونو ته وه .
نو دې کې شک نه شته چې دوى به په افغانستان کې خپلو حملو ته دوام ورکوي''. د افغانستان په ولسي جرگې د خوست د خلکو استازى او د دغه هېواد د کورنيو چارو پخوانى وزير سيدمحمد گلاب زوى هم په همدې نظر دى . يوه لويه اندېښنه چې نن سبا په کابل کې ورته اشاره کېږي له افغانستان سره پر پوله نورو هغو سېمو ته په يو ډول د طالبانو د نېغې واکمنۍ او د دوې د خوښې د قوانينو د منل کېدو د پراختيا شونتيا ده . خو د طالبانو پرزيدلي د رژيم د بهرنيو چارو وزير وکيل احمد متوکل بيا د سوات د سولي د شوي تړون د پايلو او پر افغانستان يې د اغيزو په اړه ډېر هيله مند ښکاري . ښاغلى متوکل وايي د سوات تړون د افغان حکومت او طالبانو ته يو ښه سمبول کيدى شي،او افغانستان ته د سولې د بيا را گرځولو په برخه کې ترې ډېر څه زده کېدى شي . '' که چيرې افغان حکومت دغه تړون ته په ښه نظر وگوري نو ډېر څه ترې زده کولى شي، له افغاني طالبانو سره د ممکنه سولې لپاره دغه کار يو ښه سمبول کيدى شي''. د چارواکو او شننونکو نظرونو او اندونو ته په کتو،اوس پوښتنه دا دره چې د افغان او د پاکستان د سوات درې د طالبانو ترمنځ اړيکي په څه ډول او څومره پياوړي دي، چې پر افغانستان به اغېز وکړي . مولوي وکيل احمد متوکل په دې باور دى چې د سوات د طالبانو او افغان طالبانو مذهبي موخو ته په کتو سره دوى په خپلو کې سره نژدې اړيکي لري . خو پاکستانى خبريال سليم ساپى بيا د افغاني او پاکستاني طالبانو ترمنځ اړيکي نه ويني خو،د پاکستان د نورو قبايلي سيمو د طالبانو ترمنځ اړيکي پياوړي گڼې،چې په باور يې دا سېمې ټولې له افغانستان سره پر پوله پرتې دي او کيدى شي يو ډول اغيز پر افغان غاړه اوچوي . افغان پوځي کارپوه عتيق الله امرخيل بيا وايي چې افغان او پاکستاني طالبان په خپلو کې پياوړي ديني، مذهبي او سيمه ييزې ريښې او اړيکي لري او د يو او بل په پياوړي کېدو يو او بل ته خاصه گټه رسېږي . دې هر څه ته په کتو د ډېر په گمان په سوات کې د پاکستان د سيمه ايز حکومت او طالبانو ترمنځ شوى تړون پاکستاني طالبانو ته يو ډول امتياز ورکول بلل کېږي . دغه تړون په گاونډيو هېوادونو سربېره لويديځه نړۍ هم انديښمنه کړې، او داسې انگېرل کېږي چې دا ډول گامونه تندلاريتوب ته وده ورکوي . خو دا لومړى ځل نه دى چې پاکستاني حکومت له طالب وسله والو سره د سولې تړون لاسليک کوي . شاوخوا درې کاله وړاندې د جنرال مشرف د مشرۍ پرمهال د پاکستان حکومت له قبايلي طالبانو سره همداسې يوتړون کړى و، چې وروسته مات شو . وړاندې تردې په نويمو لسيزو کې د پاکستان په ملاکنډ سيمه کې بيا طالبانو شرعي نظام جوړ کړى و چې وروسته ويجاړ شو . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||