|
پاکستان: باجوړ مو له طالب اورپکو پاک کړ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان پوځ وايي چې افغان پولې ته څېرمه يې د طالب اورپکو پرضد په قبايلي سيمو کې شپږ مياشتني پوځي عمليات په بري سره پای ته رسېدلي دي . تورن جنرال طارق خان باجوړ سيمې ته د يوه پوځي سفر په ترڅ کې خبريالانو ته وويل چې امنيتي ځواکونو طالبانو ته په دې سيمه کې ماتې ورکړې ده . سيمه ييز چارواکي وايي چې په دې عملياتو کې 1500 طالب اورپکي او نژدې 100 پاکستاني سرتېري وژل شوي دي . امريکا د پاکستان قبايلي سيمې د هغو طالب اورپکو لپاره د امن ځای ګڼي، چې په افغانستان کې پر مېشتو بهرنيو ځواکونو بريدونه کوي . دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په سوات کې طالب اورپکو له پاکستاني حکومت سره د اوربند پرېکړه اعلان کړې وه . جنرال طارق خان خبريالانو ته وويل چې د طالبانو پټنځايونه يې په باجوړ کې ترې نيولي، پر سړکونو پوځ کنټرول لري . خان دا هم ويلي چې ډېری طالب اورپکي پاکستانيان او د افغانستان وګړي وو، او ترڅنګ يې ازبک او يو شمېر عرب جنګيالي هم جنګېدل . دی وايي چې د پاکستان پوځ د طالب اورپکو د مشرانو په نيولو ونه توانېد، په دې چې دوی د جګړې په وروستيو کې له پولې هاخوا افغانستان ته اوښتي وو . طارق خان له خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې پوځ خپله دنده سرته ورسوله، هغه دا چې په سيمه کې يې د حکومت واک ټينګ کړ . خو نوموړي د پاکستان د نارامه وزيرستان په اړه وويل چې هغه د ده تر قوماندې بهر سيمه ده . خو د مومندو په قبايلي سيمه ډګروال سيف الله وايي چې په دغه سيمه کې پوځ له اورپکو سره په جګړه بوخت دی او تمه ده چې ډېر ژر به سيمه له اورپکو پاکه شي . دی وايي چې طالب اورپکي د تېښتې په حال کې دي او د پاکستان پوځ به هڅه وکړي، چې پر سيمه خپله ولکه ټينګه کړي . خو د امريکا پوځ ويلي چې د باجوړ په ګاونډ کې د افغانستان ختيځ کونړ ولايت لا هم د امريکايي پوځيانو لپاره د سر درد دی، څو ورځې وړاندې امريکا کونړ ولايت ته يو شمېر نوي پوځيان هم ولېږل . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||