|
د سوات کډوال بېړنۍ مرسته غواړي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ملګريو ملتونو د کډوالو اداره وايي نژدې يو نيم ميليون وګړي په سوات کې د روانې جګړې له امله بې کوره شوی دي . دغې ادارې پر نړيوالې ټولنې غږ کړی د هغو وګړيو لپاره بيړنۍ او پراخې مرستې واستوی چې د پاکستان د پوځ او طالبانو ترمنځ د روانې جګړې له امله د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي . دغه راز د امريکا د دفاع وزارت ويلي دوی پلان لري چې سيمې ته بشري مرستې ولېږي . د امريکا د دفاع وزارت يو چارواکي وويل دوی د پاکستان حکومت له خوا يوې رسمي غوښتنې ته انتظار باسي، او حلال خواړه، د ابو ټانکرونه او خېمې واستوي . په همدې وخت کې د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني ټينګار کړی سره له دې چې د ده په وينا اورپکي د ناباورۍ جوړولو زيار باسي د ده د هېواد د ذروي او اتومي وسلو بټۍ خوندي دي . ښاغلي ګيلاني وويل دا امکان نه لري چې اورپکي د پاکستان اتومي وسلو ته لاسرسی ومومي . ښاغلي ګيلاني دغه خبرې د پاکستان د سترو سياسي ګوندونو مشرانو ته کولې چې پرون په اسلام اباد کې راغونډ شوي وو.
د ټولو ګوندونو دغه کنفرانس په سوات او دير سيمو کې د حکومت د پوځي عملياتو او هلته د روان حال په اړه د خبرو او سلا مشورو لپاره رابلل شوی و . ده وويل عمليات به تر هغه روان وي چې دوام لرونکی امنيت ټينګ شي او د بې ځايه شويو وګړيو د ستنېدو لپاره لار هوراه شي . په همدې ترڅ کې د بشري حقونو د څار سازمان له سوات، بونېر او دير سيمو نه د شاوخوا يو نيم مليون بې ځايه شويو وګړيو بشري ستونزې ته په پام د پاکستان له پوځ او طالبانو غوښتنه کړې چې ملکي وګړيو ته له زيان رسولو ډډه وکړي . دغه سازمان ويلي طالبان له مځکنيو ماينونو او هم له وګړيو د سپر او ډال په توګه کار اخلي، په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ بيا د توپچي او هوايي بريدونو له امله د عامو خلکو ژوند ته خطر جوړوي . د بشري حقونو د څار اداره د مينګورې ښار مثال ورکوي چې طالبان په کې ماينونه خښوي او د خلکو د وتلو د مخنيوي کوي او له دې لارې د پوځ د بريدونو او د هغوی د پرمختګ لار ډب کوي. دغه سازمان وېره څرګنده کړې چې د جګړې په سيمه کې بندو شويو وګړيو ته د خواړه او درمل نه شي رسېدلی . د ملګريو ملتونو د کډوالو اداره وايي د روانې مۍ مياشتې له دوهمې نېټې راهيسې د بې ځايه شويو وګړيو شمېر اوس يو نيم مليونو ته رسېدلی دی، پر دې سربېره د جګړو له امله د تېر کال بې ځايه شويو وګړيو سره تول شمېر دوه مليونو ته رسېږي . اوس د سوات له جګړې نه په زرګونو خلک د سر پناه لپاره پر کمپونو ورمات شوي، له خپلو کورونو د خلکو د تېښتې چټکتيا د ملګرو ملتونو کارکوونکي حيران کړي دي . له بردير نه په راپورو کې ويل شوي چې پرون د جېټ الوتکو په بمبارۍ کې لږترلږه دوولس وګړي ووژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي چې په وژل شويو کې ماشومان او ښځې هم شامل وو . | ورسره تړلي نور خبرونه سوات کې يوازې د ژوندي پاتې کېدو هوډ18 مۍ, 2009 | خبرونه سوات بيا ګرځبنديز ولګول شو11 مۍ, 2009 | نړۍ پاکستان په سوات کې ګرځبنديز نرم کړ10 مۍ, 2009 | خبرونه پاکستان: سوات کې عمليات دوام لري 09 مۍ, 2009 | خبرونه پاکستان: سوات کې 35 اورپکي وژل شوي06 مۍ, 2009 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||