BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:47 گرينويچ 2009 ,11 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
سوات بيا ګرځبنديز ولګول شو
د سوات کډوال
سيمه ييز خلک ځينې پر پښو، ځينې په ګاډو، تراکتورونو او ان پر خرو له سيمې د وتلو په حال کې دي
پاکستان په سوات کې بېرته ګرځبنديز ولګاوه .

سيمه ييز خلک ځينې پر پښو، ځينې په ګاډو، تراکتورونو او ان پر خرو له سيمې د وتلو په حال کې دي .

د سره صليب نړيوالې ټولنې ويلي چې تېره ورځ تر يو نيم لکو ډېرو کسانو د جګړې له سيمې پښې سپکې کړې دي .

د پېريانو ښارګوټی

خبريالان وايي چې اوس منګوره د پېريانو پر ښارګوټي اوښتې ده او يوازې طالب اورپکي په کې پاتې دي .

د پاکستان د پوځ وياند جنرال اطهر عباس وايي په منګوره کې حالات ډېر خراب دی ، نوموړی وايي چې په تېرو 24 ساعتونو کې يې نژدې 180 اورپکي وژلي دي .

خو د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ويلي چې سوات کې يې له اورپکو سره په روانه جګړه کې شاوخوا 700 اورپکي وژلي دي .

سوات بيا ګرځبنديز ولګول شو
که څه هم رحمن ملک په سوات کې د روانې جګړې په اړه له څه ويلو په څنګ تېر شو، خو له بونير او دير څخه د کډوالو د وتلو جوپې روانې دي .

پاکستان اعلان کړی، چې د دغه هېواد په شمال لوېديځ سوات دره کې يې له اورپکو سره په روانه جګړه کې تر اوسه شل پوځيان او نژدې 700 اورپکي وژل شوي دي .

دغه خبره د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمن ملک چې له امريکا څخه تازه هېواد ته ستون شوی، د اسلام اباد په هوايي ډګر کې خبريالانوته دا خبره کړې ده .

نوموړي د پاکستان له ولسمشر سره يوځای د سيمې او افغانستان په اړه د درې اړخيزو خبرو لپاره امريکا ته تللی و .

نوموړي ويلي چې په دې جګړه کې تر اوسه شل پاکستاني پوځيان هم وژل شوي او 29 نور ټپيان دي .

که څه هم رحمن ملک په سوات کې د روانې جګړې په اړه له څه ويلو په څنګ تېر شو، خو له بونير او دير څخه د کډوالو د وتلو جوپې روانې دي .

د ويلو ده چې د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني تېره ورځ پر يوه تلوېزيوني وينا کې اعلان وکړ، چې د اورپکو پرضد مبارزه به نوره هم پسې تېزه کړي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت