|
پاکستان په سوات کې ګرځبنديز نرم کړ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان حکومت د سوات په دره کې د پوځي بنديز لرې کولو خبر ورکړى دى . وروستي خبرونه وايي چې ګرځبنديز همدا اوس درېدلی دی او خلکو ته اجازه ورکړل شوې، چې د جګړې له سيمې ووزي . په سوېلي اسيا کې د بي بي سي خبريال انبارحسن اتېراجان وايي چې دا گام د جگړې د سختېدو نښه ده : (( موږ اورو چې پاکستاني چارواکو د سوات له اوسېدونکو په ځانگړې توگه د کامبر او رحيم اباد د سيمو له خلکو غوښتي چې سيمه پرېږدي . حکومت هېچا ته اجازه نه ورکوي چې ورننوځي، خلکو ته يې اووه ساعته وخت ورکړی ، چې له سيمې ووزي، دا د دې ښکارندوی ده چې په راتلونکو ورځو کې پوځ د سختو عملياتو ترسره کولو هوډ لري . )) همدارنګه پاکستان ويلي چې په پېښور او نوښار کې د کډوالو لپاره کمپونه پرانستل کېږي . د دې سيمې اوسيدونکي بايد د گهيځ له شپږو د ماسپښين تر يوې بجې ياني په اوو ساعتونو کې خپل کورونه پرېږدي .
د تېرې شنبې په ورځ پاکستاني پوځ ادعا کړې وه، چې په عملياتو کې يې نژدې 55 شکمن طالب اورپکي وژلي دي ، خو اورپکي دا دعا نه مني . ځايي خلک وايي په ټول سوات او په تېره بيا په منګوره کې خوراکي توکي په ختمېدو دي، د نه برېښنا له کبله د څښاک اوبه کمې شوې او وايي چې په زرګونه خلک له سيمې پښې سپکوي . د صوبه سرحد د اطلاعاتو وزير ميا افتخارحسين له بې ځايه شويو کورنيو سره د نړيوالې مرستې غږ کړی دی : (( زه پر نړيوالې ټولنې غږ کوم، چې په ورځپاڼو او خبري رسنيو کې د زباني ژمنو پرځای دې د مرستې کوټلي ګامونه پورته کړي . او دوی بايد دې بشري ناورين ته په پام سره مرسته وکړي . )) ميا افتخار حسين ويلي چې تر اوسه له سوات، بونير او دير څخه تر 300 زره کسان بې ځايه شوي دي. چې په کې يولک ديارلس زره په کمپونو کې او نژدې دوه دوه نيم لکه کسان له خپلو دوستانو په کورونو کې اوسېږي . دی وايي چې د پنځه لکه نورو کسانو د بې کوره کېدو وېره ده، چې د هغوی لپاره به اووه نور کمپونه جوړوي . | ورسره تړلي نور خبرونه د بونېر کډوال په انځورونو کې09 مۍ, 2009 | نړۍ له بونېر څخه 200 زره کورنۍ بې ځايه شوې 09 مۍ, 2009 | نړۍ پاکستان: سوات کې عمليات دوام لري 09 مۍ, 2009 | خبرونه پاکستان: سوات کې 35 اورپکي وژل شوي06 مۍ, 2009 | خبرونه په سوات کې شرعي محکمې جوړېږي16 اپريل, 2009 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||