BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
له بونېر څخه 200 زره کورنۍ بې ځايه شوې

له بونېره بې ځايه شوي کډوال
د رپوټونو ترمخه، يوازې له بونير ولسوالۍ 200 زره کورنۍ د صوبه سرحد مردان او صوابۍ ولسواليو ته کډه شوې دي .
پاکستاني چارواکو ويلي په شمال لوېديځ سوات دره کې د طالب اورپکو پرضد هوايي اوځمکنيو بريدونوکې څه د پاسه ١٤٠ اورپکي وژل شوي دي .

چارواکي وايي په نښتوکې ددوى ٧ عسکروژل شوي دي .

بريدونه له جنگي الوتکوکيږي چې ١٥ زره پوځيان ځاى پرځاى شوي دي .

دحکومت دادعاوو ناپيلي پخلى ندى شوى . د ملگروملتونوچارواکي وايي دجگړې د شدت له امله لس گونه زره خلک له خپلوکورونو وتلي دي .

له جگړې لرې سيمې سړکونه له خلکوډک دي. د پاکستان ولسمشراصف علي زرداري په واشنگتن کې ژمنه کړې وه چې د اورپکوپرضد به پراخه جگړه پيلوي او ماته به ورکوي. د پاکستان لپاره د ميديسن سانس فرونتير همغاړه کوونکى برايس دي لي وينگنې چې له سوات درې راگرځېدلى وايي:

(( موږ په تېرو دوو اوونيوکې خپل فعالتيونه کم کړي ځکه په اوسني حالت کې دا ناشونې ده چې موږ نور نو طبي فعالتيونه ترسره کړو. امنيت دومره خراب دى چې موږ نشوکولى خپل طبي خدمتونه پرمخ بوزو.))

د بونېر کډوال
 طالبانو هم په سيمه کې ګزمې کولې، پوځ يې پرضد عمليات او د دوی پر پټن ځايونو بمبارۍ پيل کړې ، چې د خلکو ډېری کورونه هم ورسره زيانمن شول . همدا وو چې موږ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړايستل شوو .
بخت رحمان، کډوال

د صوبه سرحد په بونېر او سوات ولسواليو کې دا وخت د جنګياليو پر ضد پوځي عمليات روان دي .

د جنګياليو او پوځ تر منځ په نښتو کې دواړو غاړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو سربېره، په دې نښتو کې ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده او ګڼ شمېر خلکو خپل کورونه پرې اېښي ‎ډي.

د رپوټونو ترمخه، يوازې له بونير ولسوالۍ 200 زره کورنۍ د صوبه سرحد مردان او صوابۍ ولسواليو ته کډه شوې دي .

په دغه بې کوره شويو خلکو کې ډېری د خپلو خپلوانو په کورونو مېشت شوي او يو شمېر په وس کې ښو کورنيو بيا کرايي کورونه نيولي او يا په هوټلونو کې دېره شوي دي .

د بې کوره شويو خلکو لپاره د کډوالو نړيوالې ادارې (يو،اېن اېچ سي، ار ) د صوابۍ په کوچني لاهور سيمه کې د کډوالو لپاره يو لنډمهال پنډغالی هم جوړ کړی دی .

د بې کوره شويو خلکو د ستونزو د څرک معلومولو لپاره دغه کمپ ته ورغلو . کمپ ته په رسېدو سره هممهاله نورې په دوړو سپېرې کورنۍ هم په ګاډو کې ورسېدې .

 د عملياتو پرمهال مې صوابۍ ته د لېږېدا پرمهال دوه ټپيان کوچني بچيان تری تم شول، چې بيا وروسته وموندل شول . د پوځ په ډزو او بريدونو کې مې کور ته پوره زيان واوښت ، چې اوس د اوسېدو وړ نه دی .
ولايت خان

بې ځايه شويو کورنيو، چې ډېری برخه يې ښځې او ماشومان ول، له ځانونو سره يوازې د ضرورت توکي راخيستي ول او نور خپل ډک کورونه يې همداسې پرې اېښي دي .

دوی ويل چې د جګړې له کبله يې هرڅه پرېښي دي .

په دغه کمپ کې جګړې ځپلو کورنيو له چارواکو سره خپل نومونه ثبتول .

له دغو کډوالو څخه يوه تن بخت رحمان، چې د بونېر د چينې اوسېدونکی دی، راته وويل چې : (( طالبانو هم په سيمه کې ګزمې کولې، پوځ يې پرضد عمليات او د دوی پر پټن ځايونو بمبارۍ پيل کړې ، چې د خلکو ډېری کورونه هم ورسره زيانمن شول . همدا وو چې موږ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړايستل شوو . ))

د کډوالو د دې کمپ يو تن مسؤوول عبدالکبير خان بي بي سي ته وويل چې په دې کمپ کې يې 250 کورنيو ته، چې 1800 غړي جوړوي، پناه ورکړې ده .

نوموړی وايي چې که څه هم د ژوند د اساسي اړتياوو د پوره کولو له ستونزو سره لاس وګرېوان دي، خو بيا يې هم تر خپلې وسې پورې کډوالو ته په کمپ کې د روغتيا او او خوړو شته اسانتياوې برابرې کړې دي .

د کډوالو د کمپ دغه مسوول له نړيوالو مرستندويه ټولنو څخه له بې ځايه شويو کورنيو سره د مرستې غوښتنه کوي .

د بې کوره شويو کورنيو لپاره د صوابۍ پر شوه اډه سيمه سربېره نژدې 12 پنډغالي جوړ شوي دي .

د کډوالو په دې کمپ کې که څه هم پوره خواړه نه موندل کېږي، خو بيا هم ځای ځايګی ديګونه بار دي او ماشومان ترېنه د خوړو په تمه راتاو دي او هر يو هڅه کوي چې لومړی خپل ځان ته خواړه ترلاسه کړي .

په دغو کمپونو کې د بې ځايه شويو کورنيو د هر غړي په مخ کې لاهم د جګړې وېره او ترهه له ورايه برېښي .

په دغو کډوالو کې داسې کمزوري سپين روبي، د پاخه عمر ښځې او کوچني ماشومان هم شته، چې له مرسته کووکي پرته خو پرلاره هم نه شي تللی .

چل

شهزاد خان، چې د بونېر د کلپانړې سيمې اوسېدونکی دی، بي بي سي ته وويل د دې ټولو ناخوالو پړه پر پاکستاني پوځ او طالبانو ورواچوله ‎او دا يې يوازې د ولسي وګړو ځورول او دوی ته چل وباله .

نوموړی وايي چې : (( د عملياتو پرمهال مې صوابۍ ته د لېږېدا پرمهال دوه ټپيان کوچني بچيان تری تم شول، چې بيا وروسته وموندل شول . د پوځ په ډزو او بريدونو کې مې کور ته پوره زيان واوښت ، چې اوس د اوسېدو وړ نه دی . ))

60 کلن سروېش بيا وايي چې له بونېره په ډېر تکليف سره راوتلی او دا ټوله غرنۍ لاره يې له کوچنيانو او مېرمنو سره په پښو وهلې ده .

د کډوالو په دې کمپ کې که څه هم پوره خواړه نه موندل کېږي، خو بيا هم ځای ځايګی ديګونه بار دي او ماشومان ترېنه د خوړو په تمه راتاو دي او هر يو هڅه کوي چې لومړی خپل ځان ته خواړه ترلاسه کړي .

غمجنې کيسې

کډوالو چې خپل ډک کورونه پرې اېښی، له ځانونو سره غمجنې کيسې راوړې دي، ولايت خان چې د کډوالو د کمپ چلوونکی دی وايي :

(( د يوې کورنې مشر راته وويل چې خپله شله لور يې ونشو کولای چې له ځانه سره راولی . دا چې په کور کې مو نور هېڅ نه درلودل، د اوبو يوه چاټۍ مو ورته کښېښوده چې په دې د خوړو او څښاک ګوزاره کوه . ))

د صوابۍ ولسوال شهرام خان وايي که حکومت د بې کوره شويو خلکو د مرستې لپاره کوټلې ګامونه پورته نه کړي، نو ښايي چې يو لوی بشري ناورين رامنځ ته شي .

همدارنګه، د صوبه سرحد د اطلاعاتو وزير ميان افتخا رحسين ويلي چې په سوات کې د روانو پوځي عملېيتو له کبله يو اعشاريه پنځه ميليونه خلک بې کوره کېدی شې. خو حکومت تر اوسه دغو خلکو ته د پناه ورکولو په لړ کې هېڅ ګامونه نه دي پورته کړي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت