|
ستاسو غږ : پر افغانستان د سوات او باجوړ د تړون اغېزې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په سوات کې د طالبانو او اسلام اباد تر منځ د نامعلومې مودې اوربند په بدل کې به اوس په نوموړې دره کې اسلامي شريعت يا نظام عدل چې د طالبانو عمده غوښتنه وه نافذيږي. د سوات اوسېدونکي چې له تېرو نژدې دوه کلونو راپديخوا په جگړو کې زيات کړيدلي دي ددغه اوربند هر کلى يې کړى دى. خو دسيمې د چارو يو شمېر شنونکي بيا د سوات د اوسېدونکو برعکس د اوربند په تل پاتې کېدو شک ښيې او زيات گټور يې نه بولي. افغان حکو مت او ځينو نړيوالو متحدو هېوادونو هم له وړاندې انديښنه په ډاگه کړې وايي دغه اوربند به طالبانو ته تازه ساه ورکړي او هم به سوات د طالبانو په امن ځاى بدل شي چې بيا له هغه ځايه د افغانستان د طالبانو او القاعدې په ملاتړ د افغان حکو مت پرضد خپل کمپين جاري وساتي.
موږ د دې اوونۍ ستاسو غږ پروگرام کې غواړو وڅېړو چې د سوات او باجوړ اوربند به د افغانستان په روانه امنيتي وضع نوره څه اغېزه وکړي او د ستاسو له انده افغان دولت د پولې پدې غاړه ( په افغانستان ) کې د طالبانو په وړاندې څه ډول رويه او چلند خپل کړي تاسو کولى شي پدې اړه موږ ته ټليفون وکړئ خپلي پوښتنې يا نظريات را سره شريک کړئ د ټيليفون شمېره مو ده : ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ او يا هم د برښنا ليک له لارې خپل نظر او پوښتنې راسره شريکې کړۍ د برښنا ليک پته مو ده : [email protected] بريښنا ليکونه اغا محمد دپاکستان دحکومت اوپاکستانې طالبانو ترمنځ دسوات اوباجوړاوربند يوښه کار دى ، افغان دولت هم بايد له افغان طالبانو سره ورته اوربند وکړي ځکه افغانان هم دپاکستانيانو په څير د سولې اوامن په فضا کې ژوند غواړي نه دجنګ اوجګړوپه فضا کې . په مننه آغامحمد (حيدري) نورالله ( نور ) دافغانستان د کندهار ولايت څخه. لومړی سلامونه د BBC راډيو ټولوکارکونکوته وړاندی کوم: که چيري د پاکستان په سوات کی د طالبانو په خوښه نظام جوړ شي دا به نه يواځی پاکستان طالبانو ته د نوې ساه اخستو زمينه برابره کړي بلکی دا به د افغان طالبانو د ادارې په ښه مرکز بدل شي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||