|
په سوات کې شرعي محکمې جوړېږي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د تحريک نفاذ شريعت محمدي مشرمولانا صوفې محمد ويلي چې د سوات د ځايي محکمو د پرېکړې پر ضد به څوک دپاکستان سترې محکمې ته خپله دعوه نه شي وړاندې کولاى . د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري وړمه ورځ د قامي اسمبلۍ په سپارښتنه د يوه مسوده لاسليک کړه چې ورسره په سوات کې شرعي نظام پلى شو. د تحريک نفاذ شريعت محمدې امير مولانا صوفي محمد د ملکنډ په اماندره سيمه کې د شريعت محمدي امير وويل په ملکنډ کې د دارالقضا له جوړېدو وروسته به دځايي محکمو د پرېکړو پر ضد څوک په ستره محکمه کې دعوا نه شي کولاى او ددغو محکمو پرېکړې به يواځې په دارالقضاکې ننګول کېږي . مولانا صوفي محمد وويل په سوات کې وار له مخه موجود قاضيان به بدلوي او پر ځاى به يي داسې قاضيان په دندو ګوماري چې په شريعت زيات و پوهېږي . نوموړي زېاته کړه سوات دره د پاکستان يوه برخه ده خودلته به شرعي محکمې کار کوې چې له همدې امله به دا سيمه له نورو سيمو سره توپير ولري . مولانا صوفي محمد وویل له خپلو پلويانو سره ترسلا مشورې وروسته به یو وار بیا په سوات کې د امن کمپ بيا فعال کړي . دغه راز نوموړي په طالبانوهم غږ وکړ چې په عامو ځايونو کې وسله و نه ګرځوي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||