BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:23 گرينويچ 2009 ,06 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاکستان: سوات کې 35 اورپکي وژل شوي

پاکستاني پوځيان په سوات کې

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په سوات کې يې د تازه عملياتو په لړکې پنځه دېرش جنګيالي وژلي دې .

خو په سوات کې د طالبانو وياند مسلم خان د پوځ ادعا رد وي او وايي چې د دوی دوه ملګري وژل شوي او درې نور ټپېان دي .

ځايي اوسېدنکي وايي چې په دغو عملياتو کې تر 20 ډېر عام وګړي وژل شوي او د دېرشو څخه زېات نور ټپېان دي .

د جنګياليو له خوا د سوات په مرکزي ښار مېنګوره کې د مهمو دولتي دفترونو تر نيولو وروسته امنيتې سرتېرود وسله والو پر ضد عمليات پيل کړي دي .

امنيتي سرتېرو نن په لومړي ځل د سوات په شا دره سيمه کې د طالبانو تر واک
لاندې د زمرود په کانونو د هلاکپټرو څخه بمبار کړی دی .

حکومت په پوره ملاکنډ ډوېژن کې ګرځبنديز اعلان کړی، چې له کبله يې خلک له سختو ستنونزو سره مخامخ دي .

په سيمه کې خوراکي توکي خورا کم شوي دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
په سوات کې شرعي محکمې جوړېږي
16 اپريل, 2009 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت