BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
طالبان دسوات داوربند په اړه فکر کوي

دسوات طالبان
دطالبانو وياند مسلم خان بي بي سي ته وويل چې طالبان دې ته منتظر دي، چې وګوري حکومت په سوات کې شرعي قانون څومره پلی کوي .
دپاکستان په شمال ختيځ سوات سيمه کې طالب جنګيالي وايی چې دوی به په راتلونکو ورځو کې شوی لنډمهال اوربند په اوږدمهالي هغه واړوي .

ياغيانو بی بی سی ته وويل چې دوی به لومړی وګوري چې دحکومت له لوری په سوات کې دشريعت په پلې کېدلو کې څومره پرمختګ کېږي .

دا هغه څه دي چې د‌‎طالبانو تر ټولوستره غوښتنه بلل کېږي او له امله يې تر اوسه پورې په سوات کې حالت ترينګلی دی .

حکومت لا وار له مخه له ياغيانوسره داوربند او روغې جوړې اعلان کړی دی .

سوات دپاکستان يوه تر ټولو مشهوره سيمه ده چې ډېرو خلکو به خپلې رخصتۍ په همدغې ښېرازه سيمه کې تېرولې خو اوس دياغيانو له لوري ويجاړه شوې ده .

دطالبانو وياند مسلم خان بي بي سي ته وويل چې طالبان دې ته منتظر دي چې وګوري حکومت په سوات کې شرعي قانون څومره پلی کوي .

هغه زياته کړه : ((تر اوسه پورې خو ددغه لس ورځني اعلان شپږ ورځې پاتې دي، کله چې دغه شپږ ورځې پای ته ورسېږي، موږ به وګور و، چې حکومت دشرعي قانون په پلي کولو کې څه تر سره کړي دي، له هغه وروسته به موږ پرېکړه کوو. ))

دطالبانو او پاکستاني حکومت تر منځ شوي تړون په ګاونډي افغانستان سربېره لوېديځه نړۍ هم اندېښمنه کړې ده او داسې انګېرل کېږي چې دغه ډول ګامونه تندلاري توب ته وده ورکوي .

دبرتانيا د بهرنيو چارو وزير ډېوېډ ميليبنډ دسلواغې په ٣٠مه، افغانستان ته دخپل سفر په ترڅ کې دپاکستان دحکومت او طالبانو تر منځ دشوي تړون په اړه اندېښنه څرګنده کړه .

دغه راز ويل کېږي چې پاکستان ته دولسمشر کرزي ځنډېدلی سفر هم په دې موخه کېده چې له پاکستاني چار واکو سره په دې اړه خپلې اندېښنې او نظر شريک کړي .

دپاکستان او طالبانو تر منځ دشوي تړون له امله اوس داسې وېره رامنځته شوې ده چې طالبان به له دغه تړون څخه په ګټه اخيستلو سره وکولای شي چې دسرپټولو او پناه ښه ځای ومومي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت