|
طالبانو په سوات کې اوربند اعلان کړ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د صوبه سرحد په سوات دره کې د مولانا فضل الله په مشرۍ ځايي طالبانو د نامالومې مودې لپاره د اوربند اعلان کړى دى. د اوربند پرېکړه په سيمه کې د طالبانو په يوه شورا کې شوې ده. د پاکستان د تحريک طالبان ډلې وياند مسلم خان له ىوه ناڅرګند ځاىه د ټىلىفون پر لېکه بې بې سې ته ووېل، چې مولانا فضل الله به نن(سه شنبې) شپه د خپلې اېف اېم راډيو له لارې د اوربند په اړه مفصلې خبرې وکړي. نوموړي همدارنگه د هغو پوليسو او پوځيانو د خوشې کېدو خبر هم ورکړ چې په سيمه کې د طالبانو لخوا ژوندي نيول شوي وو. تېره اوونۍ د ملاکنډ ډوېژن اعلې چارواکي ېا کمېشنر د حکومت لخوا په سوات کې د داىمي اوربند اعلان وکړ او ويې ويل چې له سيمې نه يو شمېر امنيتي پوستې هم ټولوي. بلخوا د پاکستان په قباېلي سېمه باجوړ کې ځايي چارواکو د طالبانو د اوربند په ځواب کې يو څلور ورځنى اوربند اعلان کړى دى. دغه اعلان د ماموند قبېلې له لس کسېزې جرګې سره تر خبرواترو وروسته د باجوړ پوليټىکل اېجنټ شفىروالله له خبرېالانو سره په خبرو کې وکړ. نوموړي ټينگار وکړ، که چېرې په سرتېرو د وسله والو لخوا برېد وشو نو امنىتي سرتېري به ىې هم په بريد سره ځواب ورکوي. باجوړ او سوات د پاکستان هغه قبايلي سيمې دي چې له تېرو څو مياشتو راهيسې په کې د حکومتي ځواکونو او ځايي طالبانو ترمنځ سختې نښتې شوې دي. | ورسره تړلي نور خبرونه په سوات کې طالبانو لس ورځنی اوربند اعلان کړی16 فبروري, 2009 | خبرونه طالبانو په سوات کې 30 پوځيان وتښتول 04 فبروري, 2009 | خبرونه برتانوۍ ورځپاڼې: پر سوات طالبان واکمن دي27 جنوري, 2009 | خبرونه د بيت الله مسعود د مړينې په اړه متضاد رپوټونه01 اکتوبر, 2008 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||