|
د بيت الله مسعود د مړينې په اړه متضاد رپوټونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان امنيتي چارواکو له القاعده ډلې سره د پاکستاني طالبانو د مشر بيت الله مسعود د سختې ناروغۍ خبر ورکړى او ويلي يې دي چې د 'شکر' د ناروغۍ له امله له درو اوونيو راهيسته په ځاى کې پروت دى . په پاکستان کې د 'جيو' په نامۀ يوۀ سيمه ييز تلوېزيون بيا د مسعود د مړينې خبر ورکړى، خو د پاکستاني چارواکو او يا د بيت الله مسعود د نژدې خلکو له لوري دغه خبر نه دى تاييد شوى . د جيو سيمه ييز تلوېزيون ويلي چې ' د پاکستان د طالبانو د تحريک' مشر بيت الله مسعود تېره شپه مړ شوى، خو پاکستاني چارواکي او پاکستاني اورپکو سرچينې ټينگار کوي چې دى ژوندى دى . د پاکستان په سوات دره کې د پاکستاني طالبانو يوۀ تن وياند مسلم خان ويلي چې : '' زه د بيت الله مسعود مسلم خان واييچې زياتره د پاکستان حکومت دا ډول بابېزه اوازې خپروي . پر مشر بيت الله مسعود د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظير بوټو د وژلو تورونه هم وو، چې د تېر کال په ديسمبر مياشت کې په راولپنډۍ کې ووژل شوه . د پاکستان يوه لوړ رتبه امنيتي چارواکي ويلي چې : '' بيت الله مسعود ناروغه دى، او روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى . '' پاکستاني چارواکو د مسعود د دويم خسر له خولې ويلي چې بيت الله مسعود د کوما په حالت کې دى، او پاکستاني طالبانو د مشر يوۀ نژدې ملگري هم دا منلې چې مسعود ناروغه دى، خو د مړينې يې څه نه دي ويلي . د پاکستاني طالبانو يوه قومندان رحيم بکري رسنيو ته ويلي چې ښاغلى مسعود د شکر له ناروغۍ نه کړېږي او اوسمهال تر درملنې لاندې دي، خو ډېر ژر به روغتيا ومومي . د پاکستاني طالبانو يوۀ بل وياند مولوي عمر هم ويلي چې : '' زموږ مشر روغ رمټ دى . هېڅ د اندېښنې وړ ناروغي نه لري . '' يوه بل قومندان رزاق بيا ويلي چې په اوونۍ کې د مسعود دوه يا درې ځله درملنه کېږي او ډېر کمزورى شوى دى . د پاکستان د 'نيوز ډيلي' ورځپاڼې د روانې اوونۍ په لومړيو کې رپوټ ورکړى و، چې ښاغلى مسعود د ورپېښې ناروغۍ له امله له درو اوونيو راهيسته په ځاى کې پروت او د خوځېدو نه دى . د رپوټونو په وينا، ښاغلي مسعود په دې وروستيو کې واده کړى و، او لکه د نورو پاکستاني طالب مشرانو په څېر يې له عکس او يا وېډيو اخيستلو تل ډډه کوله . د پاکستاني طالبانو د تحريک مشر يو بل نژدې ملگرى ابراهيم بورقي ويلي څه موده وړاندې مسعود ناروغه وو، خو اوس يې صحت ښه دى : ښاغلى بورقي همدارنگه د مسعود د پوښتورگو د کار پرېښودو خبره ردوي او وايي چې په دغه اوونۍ کې يې د دويم واده د مراسمو تابيا درلوده . بل خوا د مولوي جلال الدين حقاني زوى بدرالدين حقاني هم رسنيو ته د تېلې فون پر کرښه له يوۀ ناڅرگنده ځايه ويلي چې د چهار شنبې په ورځ يې د مسعود له چلوونکي سره تېلې فوني خبرې کړې دي، او د هغه د مړينې خبره يې رد کړې ده . | ورسره تړلي نور خبرونه د وزيرستان ځايي طالبانو نوى يووالى اعلان کړى01 جولاى, 2008 | نړۍ برتانيا: د مسيد د بريدونو مخنيوى دې وشي26 مۍ, 2008 | خبرونه مسيد: افغانستان کې به جهاد ته دوام ورکوو25 مۍ, 2008 | خبرونه محسود: افغانستان کې به جهاد ته دوام ورکوو25 مۍ, 2008 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||