BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 05:49 گرينويچ 2008 ,25 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
محسود: افغانستان کې به جهاد ته دوام ورکوو
بيت الله محسود
بيت الله محسود دا هم ويلي وو چې تر دې وروسته به د پاکستان له پوځ جگړه نه کوي .
د پاکستاني طالبانو مشر بيت الله محسود ويلي له پاکستاني دولت سره د سولې له تړون وروسته به افغانستان کې خپل جهاد ته دوام ورکوي .

د رويټرز خبري اژانس په وينا، د پاکستاني اورپکو مشر بيت الله محسود سوگند خوړلى چې افغانستان کې به خپلو وسله والو بريدونو ته دوام ورکوي او د امريکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو پروړاندې به جهاد کوي .

نوموړي دغه څرگندونې د تېرې شنبې په ورځ (د مۍ ٢٤) کړې دي، او زياته کړې يې ده چې د پاکستان له حکومت سره به د سولې په برخه کې هېڅ ډول خبرو اترو او جوړ جاړي ته غاړه نه ږدي .

ښاغلي محسود دغه خبرې د ژورناليستانو هغې ډلې ته کولې، چې د جنوبي وزيرستان د قبايلي سيمو په يوۀ ناڅرگند ځاى کې يې راغونډ کړي ول .

نوموړي دا هم ويلي وو چې تر دې وروسته به د پاکستان له پوځ جگړه نه کوي .

تورږيري، د لنډې ونې څښتن بيت الله محسود داسې وويل :

'' د طالبانو او پاکستان تر منځ جگړه د اسلام او پاکستان په زيان ده . دغه جگړه به په ناڅاپي توگه پاى ته رسول کيږي .''

خو، نوموړي په افغانستان کې د روانې جگړې او تاوتريخوالي په اړه څه ونه ويل او يوازې په همدې يې ټينگار کاوۀ چې په افغانستان کې به خپل جهاد پيلوي، او خپلې مقدسې مبارزې ته به دوام ورکوي .

دېرش کلن محسود، چې باډيگارډانو يې کلاشنکوفونه پسې نيولي وو، وويل: '' اسلام هېڅ ډول بريدونه او حدود نه پېژني .افغانستان کې به جهاد دوام لري . ''

نوموړي په کابل کې د پاکستان د تښتول شوي سفير په هکله وويل چې نوموړى دوى نه دى تښتولي، بلکې سفير د ځايي طالبانو له خوا تښتول شوى و، خو دا يې زياته کړه چې د سفير په بدل کې ددوى 'گڼ شمېر' پلويان خوشي شوي دي .

په تېر يوه کال کې محسود د پاکستاني اورپکو تر ټولو مشهورترين قومندان وو، چې د دې هېواد د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظير بوټو د وژنې سربېره يې په يو شمېر نورو ځانمرگو بريدونو کې هم برخه اخيستې ده .

وروسته له هغه چې په تېر مارچ کې د پاکستان نوې اداره جوړه شوه، دغه نوي حکومت له قبايلي مشرانو وغوښتل چې نور دې محسود ددوى له خاورې ناوړه گټه نه پورته کوي او خپلو بريدونو ته دې د پاى ټکى کېږدي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت