BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 04:29 گرينويچ 2008 ,26 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
برتانيا: د مسيد د بريدونو مخنيوى دې وشي

د برتانيا بيرغ
د برتانيا ددفاع وزير ويلي چې بيت الله مسيد يو ډېر خطرناک او شيطان صفته کس دى چې د ډېرې خطرناکې ډلې مشري کوي .
د برتانيا د دفاع وزير په افغانستان او پاکستان غږ کړى چې د پاکستاني طالبانو د پېژندل شوي مشر بيت الله مسيد د بريدونو په مخنيوي کې دې ژر تر ژره لاس په کار شي .

د برتانيا د دفاع وزير ديس براون د پاکستان او طالب اورپکو تر منځ د وروستي جوړ جاړي په غبرگون کې وويل د ترهگرو ډلو سره جوړ جاړى بايد ددې لامل نه شي چې د دغو ډلو بريدونو ته په گاونډيو او يا سيمه ييزو هېوادونو کې لاره هواره شي .

د برتانيا د دفاع وزير وايي چې د پاکستاني چارواکو سره به د طالبانو سره د هغه هېواد په وروستي جوړجاړي بشپړې خبرې وکړي، هغه بي بي سي ته وويل چې غواړي پاکستاني چارواکو ته دغه پيغام ورسوي چې په وينا يې د هغه هېواد او طالب اورپکو تر منځ وروستى جوړجاړى نه ښايي په سيمه کې لا نورو ترهگرو بريدونو ته لاره هواره کړي .

د ډيس براون خبره ده چې بيت الله مسيد د طالبانو تر ټولو خطر ناک قومندان دى او په وينا يې چې د يوې شيطاني ډلې مشري کوي، له همدې کبله هغه په ډېره زيږه ژبه د افغان او پاکستاني چارواکو نه وغوښتل چې د دغه قومندان د ترهگرو بريدونو د پراخېدو په مخنيوي کې دې مټې رابډوهي :

'' بيت الله مسيد يو ډېر خطرناک او شيطان صفته کس دى چې د ډېرې خطرناکې ډلې مشري کوي . د افغانستان او پاکستان حکومتونه بايد په گډه هڅه وکړي چې په سيمه کې د هغه د کړو وړو مخه ونيوله شي ، د پاکستان په گډون ټول نړيوال هېوادونه چې د ترهگرۍ د گواښ سره مخامخ دي مسووليت لري چې د دغې ستونزې په وړاندې مبارزه وکړي .

او دا مسووليت يې هم په غاړه دى چې ټولو ته دا ډاډ ورکړي چې د طالبانو سره د هغوى چال چلند په گاونډيو او د سيمې په هېوادونو بد اغېز ونه شيندي . زه به دا پيغام پاکستاني چارواکو ته ورسوم . ''

د طالبانو قومندان بيت الله مسيد تېره ورځ په وزيرستان کې خبريالانو ته ويلي وو، چې له دې وروسته به په پاکستاني پوځونو بريدونه نه کوي، خو په افغانستان کې يې د بهرنيو ځواکونو پر وړاندې د جهاد خبره ډاگيزه کړه، خو د برتانيا د دفاع وزير د دغه خبرداري په غبرگون کې وايي چې د بيت الله محسود د پلويانو د بريدونو سره به د افغانستان په سوېل کې د دوى ځواکونه تر پخوا زيات د گواښونو لاندې راشي.

له بله پلوه ډيس براون په دې خبره هم ټينگار کاوه چې په سوېل کې پيل شويو پوځي عملياتو طالبان کمزوري کړي او د هغوى پوځي ځواک يې اوبه کړى دى، خو هغه وايي چې ځانمرگي بريدونه او د سړک د غاړې خښ شوي ماينونه هغه شان گواښونه نه دي چې په افغانستان کې د بهرنيو او افغان ځواکونو د لارې پر سر خندونه جوړ کړي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت