|
مسيد: افغانستان کې به جهاد ته دوام ورکوو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستاني طالبانو مشر بيت الله مسيد ويلي له پاکستاني دولت سره د سولې له تړون وروسته به افغانستان کې خپل جهاد ته دوام ورکوي . د راپورونو ترمخې، د پاکستاني اورپکو مشر بيت الله مسيد سوگند خوړلى چې افغانستان کې به خپلو وسله والو بريدونو ته دوام ورکوي او د امريکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو پروړاندې به جهاد کوي . نوموړي دغه څرگندونې د تېرې شنبې په ورځ (د مۍ ٢٤) کړې دي، او زياته کړې يې ده چې د پاکستان له حکومت سره به د سولې په برخه کې هېڅ ډول خبرو اترو او جوړ جاړي ته غاړه نه ږدي . ښاغلي مسيد دغه خبرې د ژورناليستانو هغې ډلې ته کولې، چې د جنوبي وزيرستان د قبايلي سيمو په يوۀ ناڅرگند ځاى کې يې راغونډ کړي ول . نوموړي دا هم ويلي وو چې تر دې وروسته به د پاکستان له پوځ جگړه نه کوي . تورږيري، د لنډې ونې څښتن بيت الله محسود داسې وويل : '' د طالبانو او پاکستان تر منځ جگړه د اسلام او پاکستان په زيان ده . دغه جگړه به په ناڅاپي توگه پاى ته رسول کيږي .'' خو، نوموړي په افغانستان کې د روانې جگړې او تاوتريخوالي په اړه څه ونه ويل او يوازې په همدې يې ټينگار کاوۀ چې په افغانستان کې به خپل جهاد پيلوي، او خپلې مقدسې مبارزې ته به دوام ورکوي . دېرش کلن مسيد چې باډيگارډانو يې کلاشنکوفونه پسې نيولي وو، وويل: '' اسلام هېڅ ډول بريدونه او حدود نه پېژني .افغانستان کې به جهاد دوام لري . '' نوموړي په کابل کې د پاکستان د تښتول شوي سفير په هکله وويل چې نوموړى دوى نه دى تښتولي، بلکې سفير د ځايي طالبانو له خوا تښتول شوى و، خو دا يې زياته کړه چې د سفير په بدل کې ددوى 'گڼ شمېر' پلويان خوشي شوي دي . په تېر يوه کال کې مسيد د پاکستاني اورپکو تر ټولو مشهورترين قومندان وو، چې د دې هېواد د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظير بوټو د وژنې سربېره يې په يو شمېر نورو ځانمرگو بريدونو کې هم برخه اخيستې ده . وروسته له هغه چې په تېر مارچ کې د پاکستان نوې اداره جوړه شوه، دغه نوي حکومت له قبايلي مشرانو وغوښتل چې نور دې مسيد ددوى له خاورې ناوړه گټه نه پورته کوي او خپلو بريدونو ته دې د پاى ټکى کېږدي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||