BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:42 گرينويچ 2009 ,09 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاکستان: سوات کې عمليات دوام لري
پاکستاني طالبان
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په واشنګټن کې ژمنه وکړه چې د اورپکو پرضد به عمليات غځوي .
د پاکستان په شمال لويديځ کې چارواکي وايي په سوات دره کې د طالب اورپکو پرضد هوايي او ځمکنيو بريدونوکې څه د پاسه ١٤٠ اورپکي وژل شوي دي .

چارواکي وايي په نښتوکې د دوى ٧ عسکر وژل شوي دي .

بريدونه له جنگي الوتکوکېږي چې ١٥ زره پوځيان ځاى پرځاى شوي دي .

د حکومت د ادعاوو ناپېلی پخلى نه دى شوى .

د ملگرو ملتونو چارواکي وايي دجگړې د شدت له امله لس گونه زره خلک له خپلوکورونو وتلي دي .

له جگړې لرې سيمې سړکونه له خلکو ډک دي .

د پاکستان ولسمشراصف علي زرداري په واشنگتن کې ژمنه کړې وه چې د اورپکو پرضد به پراخه جگړه پيلوي او ماته به ورکوي .

د پاکستان لپاره د ميديسن سانس فرونتيرهمغاړه کوونکى برايس دي لي وينگنې چې له سوات درې راگرځېدلى وايي :

(( موږ په تيرودوواونيوکې خپل فعالتيونه کم کړي ځکه په اوسني حالت کې داناشونې ده چې موږنورنوطبي فعالتيونه ترسره کړو.امنيت دومره خراب دى چې موږنشوکولى خپل طبي خدمتونه پرمخ بوزو. ))

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت