|
سوات کې يوازې د ژوندي پاتې کېدو هوډ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په سوات دره کې د پاکستاني پوځ او طالب اورپکو ترمنځ جګړې د دغې هېواد له نورو برخو سره د تړاو شبکې او اړيکې نژدې په بشپړ ډول ويجاړې کړې دي . په لس ګونو زره خلک له دغې سيمې تښتېدلي دي، خو يو شمېر داسې وګړي لا تر اوسه هم هلته پاتې دي چې د تښتېدو وس نه لري . د سوات په سيدو شريف ښارګوټي يوه نجلۍ، چې زده کوونکې ده، توانېدلې چې د بي بي سي انګريزي وېبپاڼې ته يو برېښناليک واستوي . دې په خپل برېښناليک کې په سيمه کې د ژوندي پاتې کېدو کيسه کړې ده : ((زه لا تر اوسه په سوات کې يم او زه به همدلته مرم . زه به د طالبانو له لاسه خپل ټاټوبۍ پرې نږدم، زه به د دوی پرضد په هره ممکنه وسيله جنګېږم. زموږ د مخابراتي سيستم کار نه کوي، زما ګرځنډ تليفون له ډېرو ورځو راهيسې کار نه کوي، کله کله اشاره ورکوي، په تېره بيا کله چې ګرځبنديز لرې شوی وي .
دلته برېښنا نه شته او موږ له جنرېټر ګټه اخلو، خو د چلولو لپاره يې تېل ډېر کم دي. موږ يې يوازې په 24 ساعتونو کې د نيم ساعت لپاره کاروو چې لپټاپ کمپيوټر او ګرځند ټليفونونو ته ترې برېښنا واخلو. زه دغه ليک په ډېره بيړه ليکم . زموږ له ښارګوټي او شاوخوا کليو څخه ډېری وګړي وتلي دي، څوک چې پاتې دي هغوی هم د وتلو تابيا لري، خو ډېر د کوچېدو د لګښت پيسې نه لري . ميندوارې مېرمنې او نارغان چې د تلو توان نه لري، پرېښودل شوي دي. په ټول سوات کې يوه ښځينه ډاکټره هم نه شته، ان د نارينه ډاکټر موندل هم سخت کار دی، ځکه چې ټول وتلي دي . وګړي وږي دي، د ګرځبنديز له امله خواړه کم شوي دي. زموږ زېرمه شوي خواړه هم په خلاصېدو دي. هر کله چې بهر ووځو له خطر سره مخامخ وو، ځکه کېدی شي يا د طالبانو او يا هم د پوځ له خوا په نښه شو . زما په کلي کې ډېر طالب قوماندانان دي، د دوی استخباراتي توان ډېر پياوړی دی، دوی په هغه څه پوهېږي چې موږ يې په کورونو کې په اړه بحث کوو .
شپږ ورځې مخکې زما يو خپلوان په مينګوره کې ووژل شو، د هغه مړی څلور ورځې پر سړک پروت و، چا يې پلار او مور ته ونه سپاره . زه له تا سره مينه لرم له يو نژدې کلي به د وسله والو يوه ډله چې ټول يې ځوان هلکان وو، زموږ د نجونو کالج ته راتلل، او نجونې به يې ګواښلې. دوی د نجونو مخونه کتل او داسې شيان به يې ويل لکه ((زه ستا سره مينه لرم)) او دې ته ورته بې معنا خبرې. دغې ډلې يوه ورځ د ښوونځي يوه ښځينه ښوونکې وځوروله . ما غوښتل چې د (اېم بي اې) درجې زده کړه بشپړه کړم. اوس کالجونه تړل شوي دي، ښوونځي ويجاړ شوي دي، او دلته زده کړه امکان نه لري. موږ له دې وروسته سړکونو ته نه شو وتلی . زه سيمه ييز طالبان پېژنم، زه يې په شخصي ډول پېژنم . ځينې يې زما لرې خپلوان دي . زما يو دوست چې د پوليسو لپاره کار کوی، هغه يې هم پېژني خو هېڅ هم نه شي کولی .
ای اېس ای (د پاکستان اتسخباراتي ادارې) د پوليسو ځواکونو جوړښت په نښه او ويجاړ کړ او د طالبانو کړو وړو او فعاليتونو ته يې لار هواره کړه . پخوا به خلکو د هغو طالبانو په اړه معلومات ورکول چې پېژندل به يې، هغوی تېرايستل شوي او غولول شوي دي. نو زه نه پوهېږم د دغو معلوماتو په اړه څنګه کولی شو اوس پر چا باور وکړو. دلته هر کس د طالبانو پر ضد دی، خو د پاکستان د پوځ د پرېکړې په اړه زما سره اوس هم يوه لويه پوښتنه شته . طالبان د اېف اېم خپلې راډيوګانې لري، بهرنۍ خبري رسنۍ څنګه کولی شي چې د مرکو او خبرو لپاره يې ځايونه ومومي، خو د پاکستان پوځ يې نه شي موندلی او نه يې هم په نښه کولی شي؟ مينګوره ښار د طالبان په کنټرول کې دی، پوځ يې په اړه څه کوي؟ . )) | ورسره تړلي نور خبرونه سوات بيا ګرځبنديز ولګول شو11 مۍ, 2009 | نړۍ پاکستان په سوات کې ګرځبنديز نرم کړ10 مۍ, 2009 | خبرونه پاکستان: سوات کې عمليات دوام لري 09 مۍ, 2009 | خبرونه پاکستان: سوات کې 35 اورپکي وژل شوي06 مۍ, 2009 | خبرونه په سوات کې شرعي محکمې جوړېږي16 اپريل, 2009 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||