|
سوات کې د سولې د تړون په پلوي لاريون وشو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان په شمالي دره سوات کې وروسته له هغې چې د طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې تړون وشو، خلکو ددغه تړون په پلوي يو لوى لاريون وکړ. ددغه لاريون مشري د تحر ېک نفاذشرېعت ډلې مشر مولانا صوفې محمد کوله. د نوموړي قافله نن (چهارشنبې د فبروري١٨ مه) د سوات مټه سېمې ته ورسېدله. نوموړى به د سوات د طالبانو له قوماندان مولانا فضل الله سره په سيمه کې د شرعي نظام د پلي کولو په اړه خبرې اترې وکړي. مټه ته په رسېدو ځايي خلکو د تحرېک نفاذ شرېعت د امېر مولانا صوفې محمد د قافلې تود هرکلې وکړ. د قافلې سلګونو ګډونوالو چې سپېن او تور بېروغونه يې نېولې وو په لاره او مټه ته په رسېدو سره د شر ېعت او د الجهاد الجهاد نارې وهلې. د حکومت لخوا ناقانونه اعلان شوې نفاذ شرېعت ډلې مشر صوفې محمد په مټه کې په يوه لنډه وېنا کې ووېل چې هغه په سوات کې د شرعې نظام د پلې کولو او د امن راوستو لپاره راغلى دى. د مالوماتو له مخې مولانا صوفې محمد به په ېو ناڅرګند ځاى کې د سوات د طالبانو له قوماندان مولانا فضل الله سره وګوري او له هغه نه به وغواړي چې د حکومت پر ضد له وسلوالې مبارزې لاس واخلي. مولانا صوفې محمد سوات ته له تلو وړاندې د صوبه سرحد له وزير انو بشير بلور او واجد علي خان سره هم وکتل او په سوات کې يې د امن د راوستو په لارو چارو خبرې وکړې. عيني شاهدانو ويلي چې په سوات کې د سولې د تړون له اعلان وروسته د خلکو ژوند عادي حالت ته د گرځېدو په حال کې دى. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||