BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:11 گرينويچ 2009 ,01 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د تايلېنډ په يوه نڅاځي کې لسګونه کسان وژل شوي
د وژل شويو لېږدونه
تايلنډي پوليس وايي چې ښايي د وءژل شويو شمېر زيات شي .
په تايلېنډ کې پوليس چارواکي وايي د پلازمېنې بنکاک په يوه نڅاځي کې د کرېمس د اختر لمانځنې پرمهال د اورلګېدو له امله لږ ترلږه ٥٩ کسان وژل شوي دي .

پوليس وايي چې ښايي د وژل شويو شمېر تر دې هم لوړ شي .

په دغه اورلګېدنه کې تر سلو ډېر کسان ټپيان شوي هم دي .

پوليس وايي چې د اور لګېدو په اړه يې پلټنې پيل کړې دي .

په دغه نڅاځي کې د تايلنډيانو په ګډون بهرني سيلانيان هم شامل وو .

يوه عيني شاهد رسنيو ته ويلي چې لومړی ستيج اور واخيست او بيا چت ته پورته شو اور داسې مهال ولګېد چې ټول ګډونوال په نڅا بوخت وو چې ټولو له اور نه د وتلو هڅه کوله خو ډېری په کې ووژل شول .

د تايلېنډ پوليسو اعلان کړی چې ډېری کسان د اور لګېدو، د هوا د بندېدو او ټېل ماټېل له امله وژل شوي دي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت