په یوه اوونۍ کې راحیل شریف پاکستاني کشمیر ته بیا لاړ

د عکس سرچینه، EPA
د پاکستان د ځمکني پوځ مشر جنرال راحیل شریف د یکشنبې په ورځ د کشمیر په کنټرول کرښه کې د لومړۍ کرښې سنګرونو ته لاړ او د پوځ عملیاتي تیاری یې وارزاوه.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو اداره په یوه بیانیه کې وایي، په سیمه کې پوځي جنرالانو د خپل تیاري په هکله راحیل شریف ته لنډ معلومات ور کړل.
د پوځ په بیانیه کې راغلي، جنرال شریف پر کنټرول کرښه د پوځ له چمتووالي خپل ډاډ وښود.
دا په یوه اونۍ کې دویم ځل دی چې د پاکستان د پوځ مشر د دغه هېواد ترواک لاندې کشمیر ته ځي.
دا لیدنې له هغه وروسته دي چې د سپټمبر پر ۲۹ د هند پوځ د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د وسلوالو په ضد د عملیاتو خبره وکړه،چې ور سره د دواړو هیوادونو اړیکي نور هم خراب شول.
اسلام اباد د نوي ډېلي دا ادعا رد کړه، خو ویې ویل چې په کنټرول کرښه د اوربند د خلاف ورزۍ په نتیجه کې د پاکستان دوه پوځیان وژل شوي دي.
نوي ډېلي له هغه وروسته د لنډو عملیاتو ادعا وکړه چې د سپټمبر پر ۱۸ د هند تر واک لاندې کشمیر په اوړي سیمه کې پر پوځي اډه په برید کې ۱۸ پوځیان ووژل شول.

د عکس سرچینه، APP








