د کډوالو کړکېچ هواري لپاره د اروپايي ټولنې نوې تګلاره

که په اروپايي ټولنه کې د کډواو د منلو مساله سمه او منظمه وای، نو کولی یې شول چې د کډوالو شمېره په اسانۍ په خپلو پولو کې ومني

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، که په اروپايي ټولنه کې د کډواو د منلو مساله سمه او منظمه وای، نو کولی یې شول چې د کډوالو شمېره په اسانۍ په خپلو پولو کې ومني

په پام کې ده، چې د اروپايي ټولنې د اجراییوي کمېټې مشر جان کلاود یونکر له دویمې نړیوالې جګړې وروسته اروپا ته د کډوالو تر ټولو لویو څپو او کړکېچ د مخنیوي لپاره معقوله حل لاره اعلان کړي.

سرچینه وايي، د اروپايي ټولنې پر غړو هېوادونو باید ۱۲۰ زره کډوال او پناه غوښتونکي ووېشل شي.

چک جمهوریت،‌ سلواکیا، پولنډ او رومانیا له دې طرحې سره مخالفت ښودلی دی.

خو د تېرې سې شنبې په ورځ پولنډ پخپل دریځ کې نرمښت وښود.‌

د پولنډ لومړي وزیر وویل، ځینې کډوال به ومني، پولنډي حکومت په پیل کې ویلي وو چې ۲۰۰۰ کډوالو منلو ته چمتو دی.‌

نیم میلیون کډوال

هنګري له صربستان نه د ورتلونکو کډوالو د مخنیوي لپاره پر پوله اغزن تارونه غځولي او د کډوالۍ قوانین یې هم سخت کړي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې خبرداری ورکړی،‌ چې هنګري به له یونان او صربستان نه د راتلونکې اونۍ تر پایه ۴۰ زره نور ورتلونکي کډوال ومني.

پر همدې مهال، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشر انتونیو ګوتېرېس اروپايي ټولنه په دې تورنه کړه چې د کډوالو په برخه کې یې تګلاره ناکامه او ګډوډه ده.‌

پولنډي حکومت په پیل کې ویلي وو چې ۲۰۰۰ کډوالو منلو ته چمتو دی

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، پولنډي حکومت په پیل کې ویلي وو چې ۲۰۰۰ کډوالو منلو ته چمتو دی

نوموړي وویل،‌ که په اروپايي ټولنه کې د کډواو د منلو مساله سمه او منظمه وای، نو کولی یې شول چې د کډوالو شمېره په اسانۍ په خپلو پولو کې ومني.

وړاندې د جرمني صدر اعظمې انګیلا میرکل ومنله چې د اروپا‌په لروبر کې د کډوالو د منلو په اړه هوکړې ته رسېدل لاهم لرې دي.

انګیلا میرکل دا هم ویليو چې تر راتلونکو څو کلونو پورې به جرمني نیم میلیون کډوال ومني.

له منځني ختیځه راتلونکې ګڼ شمېر ناقانونه کډوال د هنګري د پلازمېنې بوداپېست د اورګاډو په تمځای کې دمه کوي.

د اروپايي ټولنې پر غړو هېوادونو باید ۱۲۰ زره کډوال او پناه غوښتونکي ووېشل شي. چک جمهوریت،‌ سلواکیا، پولنډ او رومانیا له دې طرحې سره مخالفت ښودلی دی

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، د اروپايي ټولنې پر غړو هېوادونو باید ۱۲۰ زره کډوال او پناه غوښتونکي ووېشل شي. چک جمهوریت،‌ سلواکیا، پولنډ او رومانیا له دې طرحې سره مخالفت ښودلی دی

پر اوبو او خوړو سربېره، دوی دلته د موبایل تیلیفونون د چارجر غوښتنه هم کوي.

په دې خطرناک سفر کې موبایل تیلیفون د کډوالو لپاره یو مهم توکی دی.‌