د کډوالو لوی شمېر به "جرمني بدله کړي"

د عکس سرچینه، Getty
د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل ویلي، د کډوالو "خورا لوی" شمېر به یې هېواد په راتلونکو کلونو کې "بدل" کړي.
نوموړې وویل جرمني د کډوالۍ رسمي چارو بهیر کې سرعت راوړي او د دې موخې لپاره نور اضافي کورونه جوړوي خو د اروپايي ټولنې له نورو هېوادونو یې هم غوښتنه وکړه چې مرسته وکړي.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ویلي د اروپايي ټولنې هېوادونو کې د ۱۲۰ زره کډوالو د ځای پر ځای کولو لپاره د کډوالو د وېش پلان باندې کار روان دی او دا چې فرانسه به ترې ۲۴ زره کډوال ومني.
دا په داسې حال کې ده چې اروپا ته د راتلونکو کډوالو شمېر لا هم نه دی کم شوی.
راپورونه وايي د دوشنبې پر ورځ (سپتمبر اوومه) لوی شمېر کډوال سربیا سره د هنګري سوېلي پولې ته ورسېدل.
بله خوا:
- یونان له ترکیې راتلونکو کډوالو د منلو لپاره د اروپايي ټولنې بېړنۍ مرسته غوښتې.
- د مسډونیا پر پوله پولیس او هغه کډوال سره لاس او ګرېوان شوي چې غواړي ځانونه له یونانه دغه هېواد ته ورسوي.
- د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د ګارډین ورځپاڼۍ سره په مرکه کې وویل، د وېشلو نظرونو له کبله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا سوریه له ناکامۍ سره مخامخه کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty
تر دې مخکې، د جرمني حکومت ویلي وو چې له سيمه ييزو ادارو سره د بې ساري شمېر کډوالو د ځای پر ځای کولو په موخه شپږ ميليارده يورو مرسته اعلانوي.
د جرمني پر لومړۍ وزیرې انګيلا مرکل له دې امله نيوکې کېږي، چې د جرمني د پولو په پرانیستو سره يې يوه خطرناک دود ته لار پرانیسته.
له هغه وروسته چې له اتريش او هنګري سره د کډوالو پر وړاندې د نرمښت ښوولو موافقه وشوه جرمني ته شاوخوا ۱۸ زره کسان ورغلي دي.
خو د اتريش لومړي وزیر ويرنر فايمن وايي د کډوالو منلو بېړني حالت ته نور بايد د پای ټکی کېښودل شي.

ده د جرمني او د هنګري له لومړي وزيرانو سره د يکشنبې پر ورځ (سپتمبر شپږمه) له خبرو وروسته وويل وضعيت بايد ګام په ګام بېرته عادي شي.
هنګري لا له وړاندې لوېديځې اروپا ته د کډوالو پر مخ لارې تړلې دي، خو د جمعې پر ورځ (سپتمبر څلورمه) يې بنديزونه لرې کړل او کډوال يې پرېښودل چې د اتريش تر پولو ورسېږي.
تمه ده چې جرمني سږکال ۸۰۰ زره پناه غوښتونکي ومني او په دې برخه کې له اروپايي هېوادونو د مرستې غوښتنه کوي.
په داسې حال کې چې اغلې مرکل د ډېری پناه غوښتونکو او د هغوی ملاتړو لپاره يوه اتله شوه، خو محافظه کاره ملاتړي يې وايي له هنګري د کډوالو وربلل يو ناسم سګنال يا زنګ دی.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړ چې د کډوالو د منلو لېوالتیا باید له بریده زیاته و نه ګڼله شي.
د وزرات په وینا باید هغه قوانین لا هم عملي شي هغه کډوال چې په لومړي کوم هېواد ته رسېږي، بايد هماغه هېواد ته د منلو غوښتنليک ورکړي.








