زرګونه کډوال جرمني او اتریش ته رسېدلي

د عکس سرچینه، Getty
له مرګ ډک سفر وروسته، د منځني ختيځ له جګړو او ناخوالو زرګونه تښتېدلي پناه غوښتونکي جرمني او اتریش ته رسېدلي دي.
دوی له څو ورځني خطرناک سفر وروسته رسېدلي دي.
د شپې مهال زرګونه کډوال د اتریش پر سرحد په موټرو کې ورننوتي.
ځینې کډوال پلازمېنې ویانا او ځینې د جرمني سوېلي مونیخ ښار ته رسېدلي.
د هنګري پلازمېنه بوداپست تېره اونۍ له سختې ګډوډۍ سره مخامخ وه، چې سلګونه کډوال پکې د اورګاډو پټلۍ مخې ته ولاړ وو او اروپايي هېوادونو ته د رسېدو په تمه یې شېبې شمېرلې.
ګڼو کډوالو انکار کاوه، چې په هنګري کې د کډوالو پنډغالو ته نه ورځي، بلکې جرمني او اتریش ته یې د رسېدو هڅې کولې.
په کډوالو کې ماشومان او ښځې هم وې.

د عکس سرچینه، Getty
که څه هم پر بوداپست ډېر فشار و، خو له اتریش سره یې خپله پوله نه پرانیستله.
د اتریش د کورنیو چارو وزیرې یوهانا میکل لیتنز د تېرې شنبې په ورځ وویل، اتریش به له هنګري نه د زرګونو راتلونکو کډوالو د مخنیوي لپاره له زوره کار وانخلي.
د دغې وزیرې خبرې د هغو غوښتنو لپاره ځواب وې، چې اروپايي هېوادونه پر اتریش د کډوالو بار ته اوږه ورکړي.
دې په یوه خبرپاڼه کې ویلي: ''تر ۳۰۰۰ ډېر پناه غوښتونکي تېره شپه اتریش ته رسېدلي. هر کډوال په اتریش کې د پناه اخیستو غوښتنلیک وړاندې کولی شي. ''
نوموړې وايي ''نژدې ۱۰ کډوالو تر اوسه په اتریش ک د پناه اخیستو غوښتنې کړې. نورو هم دې کار ته زړه ښه کړی. خو ګڼ یې جرمني ته د رسېدو هڅې کوي. یوځل بیا ټینګار کوم چې پولیس به ددغو کسانو، چې ماشومان او ښځې هم پکې دي، له زوره کار وانخلي. ''
د اتریش چارواکو وویل، هیله لري چې لسګونه زره کډوال به ورشي، چې زیاتره یې په سوریه کې له روانې کورنۍ جګړې تښتېدلي دي.

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Getty
د هنګري چارواکو د کډوالو د لېږد لپاره ځانګړي اورګاډي چمتو کړي دي.
د بوداپست حکومت وايي، د کډوالو د لېږد لپاره به نور اورګاډي او بسونه ورنه کړي. همدا ده چې سلګونو کډوالو د اتریش پولې ته پلی مزل پیل کړی دی.
جرمني وايي، تمه لري چې ګڼ کډوال د جرمني ښارونو ته مخه کړي، د جرمني پولیسو ویلي، ۴۵۰ کډوال په یوه ځانګړي اورګاډي کې له هنګري نه مونیخ ښار ته رسېدلي دي.

د عکس سرچینه، ap

د عکس سرچینه، AFP GETTY
د هنګري – اتریش پر پوله د بي بي سي خبریال نیک تورب وايي پر پوله لاهم کډوال اوړي، ځینې یې په سیمه ییزو اورګاډو کې له هنګري نه ځي.
اروپا ته د کډوالو د څپو له ډېرېدو سره، اروپايي ټولنه تر فشار لاندې راغلې، چې ولې د کډوالو د سم وېش په تړاو ګام نه اخلي. دا اروپا ته تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د کډوالو د ورماتېدو تر ټولو لویه څپه ګڼل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس سرچینه، epa

د عکس سرچینه، Reuters








