"اروپایان به په خپلې وچې کې په لږکیو بدل شي"

د واشنګټن پوست ورځپاڼې د کډوالو په اړه د هنګري د لومړي وزیر وروستیو څرګندونو ته په کتو دی امریکايي ډونالډ ټرمپ ته ورته بللی.
ټرمپ هغه امریکايی سوداګر او اوسمهال په سیاست کې ښکېل کس دی چې په امریکا کې په کلکه د کډوالو مخالفت کوي.

د عکس سرچینه، AFP
واشنګټن پوست لیکي چې په اروپا کې داسې یو کس لکه د هنګري د لومړي وزیر وېکټور اوربان په سختۍ پیدا کېږي چې نېغ په نېغه او له سیاست کولو پرته، بربنډې خبرې وکړي.
ښاغلی اوربان په ښکاره هر څه وایي او په خپلو وروستیو څرګندونو کې یې خبرداری ورکړی چې که دروازې مو ونه تړو "اروپایان به په خپلې وچې کې په لږکیو بدل شي".
واشنګټن پوست لیکي ډونالډ ټرمپ خو د دې خوب ویني چې که وکړی شي د کډوالو د بندولو لپاره یو دېوال جوړ کړي، خو د هنګري لومړي وزیر عملاً دا کار وکړ او پر پوله یې د کډوالو پر لارې د ۱۰۹ میلونو په اوږدوالي ازغن تار واچوه.

د عکس سرچینه، AP
ورځپاڼه لیکي سره له دې چې ښایي یو کډوال هم ونه غواړي په هنګري کې پاټې شي، د لومړي وزیر اوربان سیاسي ګوند لا له وړاندې د بوداپست پر دیوالونو لیکلي چې "زموږ دندې مه اخلئ".
واشنګټن پوست لیکي ښاغلی اوربان په خپلې کلک دریځۍ مشهور دی چې یوځل یې هڅه وکړه پر انټرنټ مالیه وضع کړي. ورځپاڼه دی پر دې له ډونالډ ټرمپ سره مشابه بولي چې وايي هغه هم هر ډول جنګ او جنجال ته لکه دی چمتو وي.




