م. م: اروپايي ټولنه دې ۲۰۰ زره کډوال ومني

د عکس سرچینه، AFP

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمیشنرۍ مشر انتونیو ګوترس ویلي، د کډوالو د کړکېچ په باب د اروپايي هېوادونو ترمنځ ناهمغږي یوازې د قاچاق کوونکو په ګټه تمامېږي.

نوموړي د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو د ۲۰۰ زره کډوالو د منلو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي ګوترس له اروپايي هېوادونو غوښتي، چې د سوریې، عراق او افغانستان په څېر د جګړې ځپلو هېوادونو پناه غوښتونکو ته پناه ورکړي.

دی وايي، پناه غوښتونکو ته باید ډېر فرصت ورکړل شي، چې په قانوني ډول اروپايي هېوادونو ته ننوځي.

نوموړي دا هم ویلي، د پناه غوښتونکو د کړکېچ پروړاندې د اروپايي هېوادونو غبرګون ناهمغږی دی.

د عکس سرچینه، Getty

ده ټینګار کړی چې د اروپايي اتحادیې ټول غړي هېوادونه باید ددغه کړکېچ د هواري لپاره یوه مشترکه تګلاره ولري.

پر همدې مهال، د جرمني صدر اعظمې انګیلا میرکل او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ویلي، د اروپايي اتحادیې په غړو هېوادونو د پناه غوښتونکو د وېشلو لپاره یوه طرحه وړاندې کوي.

په پام کې ده، چې د اروپايي کمیسیون غړي د یونان 'کاس' ټاپو ته ولاړ شي، چې هره ورځ هلته سلګونه کډوال ورځي.

د عکس سرچینه، EPA

بریتانیا نورو سوري کډوالو منلو ته چمتووالی نیسي

اټکل دی، چې د بریتانیا لومړی وزیر ډیویډ کامیرون بریتانیا ته د هغو کډوالو په اړه خپل پلان اعلان کړي، چې دغه هېواد ته د کډوالۍ لپاره اجازه ورکړل شوې ده.

که څه هم بریتانیا ته د تلونکو کډوالو شمېر نه دی په ډاګه شوی، خو کامیرون وړاندې ویلي وو، چې هېواد به یې ''زرګونو'' کډوالو ته پناه ورکړي.

په پام کې ده، چې دغه کډوال د سوریې له ګاونډیو هېوادونو سره پر پوله د ملګرو ملتونو د کډوالو له پنډغالو غوره کړل شي، نه هغه کسان چې دا مهال په سوریه کې اوسېږي.

دا امکان هم شته چې لومړی وزیر – چې دا مهال پرې د کډوالو او د منلو او برخې اخیستو فشار دی – له اروپايي مشرانو سره بریتانیا ته د نورو کډوالو د تګ پر پلان وغږېږي.

کامیرون د پرتګال او اسپانیا له لومړيو وزیرانو سره هم خبرې لري، چې د اټکل له مخې به د اروپايي اتحادیې د اصلاح په اړه هم خبرې وکړي، خو د خبرو ډېر پام به د کډوالو پر ستونزې ورټول وي.

له بریتانیا د نورو کډوالو د منلو غوښتنې او فشار وروسته تر هغه ډېر شو، چې د ترکیې په اوبو کې یو ۳ کلن سوري ماشوم په اوبو کې مړ وموندل شو او د سمندر څپو یې مړی سمندرغاړې ته وواهه او په خواله رسنیو کې یې انځورونه زښت ډېر خپاره شول.

د سوریې ډېری کډوال په ترکیه کې اوسېږي

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د سوریې ډېری کډوال په ترکیه کې اوسېږي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، AP

بریتانیا هغه کډوال نه مني، چې اوسمهال له سوریې نه اروپا ته تښتي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، بریتانیا هغه کډوال نه مني، چې اوسمهال له سوریې نه اروپا ته تښتي

کامیرون د تېرې پنجشنبې په ورځ وویل، ددغه ماشوم انځور ''ډېر خواشینی'' کړی دی، خو په وینا یې د نورو کسانو منل د ستونزې حل نه دی.

ښکاري چې د کامیرون دریځ د عامو خلکو او سیاستوالو له غوښتنو وروسته بدل او یا نرم شوی دی.

په دغو فشارونو کې د سکاټلنډ د لومړۍ وزیرې نیکولا سټورجین هغه پیغام هم و، چې له کامیرون نه یې په بریتانیا کې د نورو کډوالو د منلو غوښتنه کړې وه.

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، AFP

د بریتانیا د کارګر ګوند د کورنیو چارو مخکیني وزیر ډیوید بلانکټ هم ویلي وو، بریتانیا باید په راتلونکو شپږو میاشتو کې ۲۵ زره کډوال ومني.

پر همدې مهال، کامیرون ته د کډوالو د منلو په اړه د تاییدوونکو څه باندې درېیمې برخې خلکو- چې پارلمان کې د وړاندې کېدو لپاره یې ۱۰۰ زرو لاسلیکونو ته اړتیا ده – لاسلیکونه وړاندې کړي دي.

له ۲۰۱۴ کال راهیسې، بریتانیا د کمزورو وګړو د بیا میشتولو د پروګرام په لړ کې ۲‍۶ سوري کډوال منلي دي. همدشان، په وروستیو څلورو کلونو کې بریتانیا نژدې ۵ زرو سوري کډوالو پناه ورکړې ده.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، AP