مصری میلیاردر: غواړم کډوالو ته نوی هېواد جوړ کړم

مصري میلیاردر او سیکولر سیاستوال نجیب ساویرس له ایټالیا او یونان غوښتي چې په مدیترانې کې یو پرېښودل شوی ټاپو پر ده وپلوري، چې هلته د منځني ختيځ او د افریقا د شمالي برخو پناه غوښتونکو ته یو ''نوی خپلواک هېواد'' پکې جوړ کړي.
ښاغلی ساویرس په منځني ختيځ او د افریقا په شمالي هېوادونو کې یو له ډېرو شتمنو کسانو دی. دی وايي د څو ټاپوګانو د پېرلو هوډ لري، او د Hope ''هیلې'' یا آلان (هغه ماشوم چې د ترکیې اوبو کې ډوب شو) په نامه یو نوی هېواد پکې جوړ کړي.
دی پر دې ند دی، چې د ایټالیا او یونان له اصلي قلمرو بهر لسګونه تش ټاپوګان شته، چې د ۱۰۰ او ۲۰۰ زرو ترمنځ وګړو د مېشتېدو لپاره مناسب ځای دی.
دغه مصري میلیاردر د امریکا له ''سي اېن اېن'' تلوېزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، په پام کې لري چې په دغو ټاپوګانو کې پناه غوښتونکو ته د مېشتېدو ځای، یو کوچنی بندر چمتو او ترڅنګ یې د کډوالو د لېږد لپاره بېړۍ ترلاسه کړي، او بیا کډوالو ته ووايي، چې په دغه ټاپو کې د ځانونو لپاره کورونه، ښوونځي او د اړتیا وړ ځایونه جوړ کړي.
نجیب ساویرس د ''اوراسکام ټي اېم ټي'' ډلې اجرایوي مشر دی، چې دغه ډله پاکستان، شمالي کوریا، مصر، لبنان او ځینو نورو هېوادونو کې د ګرځنده تیلېفونونو کاروبار لري.
ده سي اېن اېن ته ویلي: ''ځینې وخت داسې انګیرم چې ګني سیاستوال زړونه نه لري. ''
د سي اېن اېن په راپور کې راغلي، د یونان او ایټالیا چارواکو لاهم ددغه مصري میلیاردر وړاندیز ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
په وروستیو اونیو کې زرګونه کډوال، چې ډېری یې د سوریې دي، د کورنیو جګړو له اوره تښتېدلي او په اورپا کې یې د سمندر له لارې مرګوني سفر ته زړونه ښه کړي دي.
ګڼ کډوال اروپا ته رسېدلي، چې د ځینو څارونکو په وینا، دا اورپا ته تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د کډوالو تر ټولو لویې څپې دي.

د عکس سرچینه، Twitter
ددغو کډوالو ناوړه وضعیت او اروپا ته د سفر پرمهال مرګوني خطرونه ګالل وروسته تر هغه بربنډ شول، چې د ترکیې په اوبو کې د یوه درې کلني سوري ماشوم آلان مړی په اوبو کې وموندل شو او انځور یې د خواله په رسنیو کې زښت ډېر خپور شو.
جرمني او اتریش په وروستي غبرګون کې ویلي، چې زرګونه کډوالو ته ځای ورکړي.
ساویرس د ''وېدر اېنفسټمنټس'' او وېنډ ټیلیک کمونیکېشن'' په نومونو د ګرځنده تیلېفون شرکتونه هم لري، چې په ایټایا کې فعالیت لري.








