د مصر المنصوره کې چاودنې ۱۴ کسان وژلي

د مصر پلازمېنې قاهرې شمال منصوره ښار کې د پوځ له مرکز بهر یوې زوروې چاودنې لږترلږه ۱۴ کسان وژلي او تر ۱۰۰ ډېر نور یې ټپیان کړي دي.
د مصر حکومتي تلوېزیون ویلي، چاودنه کې ډېره مرګ ژوبله پولیسو ته اوښتې ده، او د ځینو ټپیانو حالت د اندېښنې وړ دی.
عیني شاهدانو ویلي، چاودنې ټول المنصوره ښار ولړزاوه.
چاودنې د امنیتي سرتېرو یوه ودانۍ نیمايي ویجاړه کړې ده.
عیني شاهدانو ویلي، ګڼ ټپي شوي پوځيان او افسران روغتونونو ته لېږدول شوي.
بل خوا، د مصر لومړي وزیر حازم الببلاوي دا چاودنه راتلونکې میاشت د اساسي قانون په تړاو د نظرپوښتنې په اړه یو خنډ بللی دی.
لومړي وزیر په یوه بېړنۍ ناسته کې ویلي، چې د اخوان المسلمین ګوند "که چېرې ترهګریز بریدونه وکړي، شاید د ترهګرو په لست کې شامله شي".
خو هغه نور جزییات ورنه کړل، چې ګني دغه چاودنه د اخوان المسلمین ګوند کار دی.
تر اوسه د دې چاودنې مسؤولیت هم چا نه دی منلی.
ځینو مصري رسنیو د لومړي وزیر د سلاکار له خولې ویلي، چې حکومت هوډ لري، اخوان المسلمین ګوند "د ترهګرو ډلو په لست کې شامل کړي".
الببلاوي بیا ویلي چې د برید په تړاو تر ځانګړو پلټنو پوره کېدا مخکې باید په دې اړه هېڅ ګام وانه خیستل شي.

وروسته تر هغه چې د مصر منتخب ولسمشر محمد مرسي د پوځ د یوې کودتا په پایله کې له واکه لیرې او بندي شو، په مصر کې نارامي دوه برابره ډېره شوه.
"ناانساني چلند"
د اخوان المسلمین ګوند تر ۲۰۰۰ ډېر غړي ونیول شول، په تېره دوشنبې د دغه ګوند شاوخوا ۴۵۰ غړو د حکومت له لوري د "ناانساني چلند" پروړاندې مظاهره وکړه.
محمد مرسي دا مهال په زندان کې دی، چې د حکومت له لوري پرې د واکمنۍ پرمهال د جرمونو تور لګول شوی.
د هغه لومړۍ محاکمه د تېر نومبر پر څلورمه وشوه، خو بیا وروسته دویمه محاکمه یې د راتلونکې جنورۍ تر ۸ نېټې پورې وغځول شوه.








