مصر کې ترافیکي پېښې مرګ ژوبله اړولې
د مصر پلازمېنې قاهرې په سویل کې داور ګاډي او د یو بس په ګډون د څو موټرو د ټکر له امله لږ تر لږه ۲۴ تنه وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي . د مصر دولتي رسنیو ویلي زیاتره وژل شوي کسان د بس سپرلۍ وو چې له یوه واده را ستنېدل.
د مصر ریل ګاډي چې د دولت له خوا اداره کېږي د حفاظتي تدابیرو په برخه کې ښه سابقه نه لري.
په تېره جنورۍ میاشت کې ۱۹ تنه هغه مهال ووژل شول چې د عسکري خدمت لپاره د جذب شويو کسانو لېږدوونکی ریل ګاډی له پټلۍ ووت او تېر کال نژدې ۵۰ ماشومان هغه مهال مړه شول چې د دوی بس ریل ګاډي وواهه.
دا پېښه ځکه رامنځ ته شوه چې د ریل ګاډي د ترافیکي اشارو مسوول ویده شوی و.




