پر مصري لاریونیانو اوښلن غاز کارول شوی
مصر کې پولیسو پر هغو سلګونو اسلام پالو مظاهره چیانو اوښلن ګاز کارولی، چې د بې اجازې مظاهرو بندولو قانون پر ضد یې مظاهره کوله.
په قاهره او اسکندریه کې اخ و ډب رامنځ ته شو، چې په کې مظاهره کوونکي د اخوان المسلمین غوښتنو ته په غبرګون کې مظاهرو لپاره سړکونو ته راوتلي وو.
اسلام پالي هڅه کوي له واکه د ليرې کړل شوي ولسمشر محمد مرسي د ملاتړ لپاره مظاهرې منظمې کړي، خو یو شمېر هغه کسان هم له نوي قانون سره د مخالفت لپاره سړکونو ته راوتلي، چې سیاسي تګلاره کې له اسلام پالو سره یوه خوله نه دي.




